ژوند

په جنسي اړیکه کې د انزال موده

جنسي اړتیا د انسان له طبیعي غریزو څخه ده. د ارواپوهنې د څېړنې له نظره د ښې جنسي اړیکې نیول د زوجینو تر منځ مینه زیاتوي

پر همدې اساس موږ کولی شو چې د یوې مهمې آلې په توګه د ژوند د ثبات او تلپاتې زندګۍ لپاره استفاده وکړو. جنسي پوهه یا جنسي اړیکه معمولاً هغه عمل ته ویل کېږي چې له خوند ډک دواړه لوري ارضا شي او په داسې ډول چې زوجین له دې اړیکې پوره خوند واخلي. باید وپوهېږی چې جنسي اړیکه په ډول ډول طریقو تر سره کېږي او هر شخص باید پوی شي څو د جسي اړیکې خوند تر اوج ورسوي او په سمه طریقه دغه چاره سرته ورسوي.

ددې اړیکې د دوام په اړه

د جنسي اړیکې موده کېدای شي چې له یوې دقیقې څخه تر شلو دقیقو پورې وي. غوره او مناسبه موده هغه ده چې دواړه لوري خپل جنسي خوند اوج ته ورسوي او په یوه مناسب وخت کې ارضا شي. تر ټولو غوره جنسي اړیکه هغه ده چې موده یې لږه، خو تر یوې اندازې باید جنسي اړتیا پوره کړي. دا په دې معنی چې مخکې له جنسي اړیکې دواړي لوري د یوه او بل پر اړتیا پوی شي او په هماغه کیفیت مخکې لاړ شي.

ژر انزالېدل او په ځنډ انزالېدل څه ته وایي؟

ژر انزالېدل هغه شرایطو ته ویل کېږي څو نرینه هغه څه چې دی او دده د ژوند ملګري غواړي، پوره نه کړي او مخکې له مخکې انزال شي. ژر انزالېدل یوه ناروغي بلل کېږي ځکه له ۳ څخه ۱ کس وايي چې کله کله زه له دې ستونزې سره مخامخ کېږم. هر هغه څوک چې په فرج کې له دخول څخه ۳ دقیقې مخکې انزال شي، دا ژر انزالي بلل کېږي.

نور ولولئ: کوم خواړه نارينه جنسي قوت زياتوي؟

په ځنډ انزالېدل هغه حالت ته ویل کېږي چې په هغه کې نرینه په ډېر ځنډ سره تحریک کېږي څو جنسي اوج ته ورسږي او له تناسلي آلې څخه یې مني اخراج شي. ځينې نرینه حتی په انزال نه بریالي کېږي او هغه نرینه چې انزال یې ۲۰ دقیقې وخت نیسي، دوی د په ځنډ انزالېدو پر ناروغۍ اخته دي. دا ناروغي کېدای شي چې لنډمهاله او مادام العمر وي. د په ځنډ انزالېدو دلیل کېدای د کرونیک ناروغي، علمیان او د بې ځایه درملو استعمال وي چې په نرینه کې همدا خلل پرېږي او له ستونزې سره یې مخامخ کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button