ځایینړیوال خبرونه

د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه

د متحده عربي اماراتو له لوري د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرسته وشوه

متحده عربي اماراتو په افغانستان کې له هغو خلکو سره د ۳۳ ټنو خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه چې د افغانستان په جنوب هرات ولایت کې څو ورځې وړاندې زلزلې وځپل او د سر او مال دروند زیان یې ورته واړوه. په یاده زلزله په زرګونو کسان اغېزمن شوي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

نور ولولئ: متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

له افغانانو سره شوي مرسته زاید بن سلطان النهیان د خیریه بنسټ او نورو بنسټونو څخه راټوله شوي او بیا زلزله ځپلو ته لېږل شوي ده.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سلطان الشمسي وايي، د خوراکي توکو دا بېړنۍ مرسته به له غمځپلو افغانانو سره مرسته وکړي تر څو د لوږې له اوسني بحران څخه وژغورل شي.

د متحده عربي اماراتو ژمنې

مرستیال وزیر الشمسي زیاتوي چې دوی به د هرات له

وکړي تر څو دوی له اوسني بحران راووځي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي، عربي متحده امارات له افغان ولس سره دی او په هره ستونزه کې به یې تر څنګ ولاړ وي.

دوی زیاتوي چې اغېزمن شوو افغانان ته یې فکر دی او هېڅکله به یې یوازې پرېنږدي.

دا مرسته به څومره اغېزمنه وي؟

په هرات ولایت کې د سختې زلزلې له امله خلک سرپناه او کافي

18382653 715
یو پلار او مور تر خاورو لاندې د کور غړي لټوي

خواړه نه لري. دوی په دې یخه هوا کې تر ستورو او شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي. د مرستو وېشونکي ادارې وايي، د متحده عربي اماراتو خوراکي توکي کولی شي چې یو شمېر زلزله ځپلې سمبال کړي او اړتیاوې یې رفع شي.

 

نور ولولئ: د هرات خونړۍ زلزله؛ طالبان زلزله‌ځپلیو ته پاخه کورونه جوړوي

د یادونې وړ ده چې د هرات ولایت په زلزله کې زرګونه کسان مړه شوي او تر ۴۰۰ سوو جسدونه لا نادرکه دي چې لا هم د ژغورنې عملیات دوام لري. پر دې سربېره ګڼ کورونه او کلي په بشپړه توګه هوار شوي او خلک د باندې شپې تېروي.

د متحده عربي اماراتو پر مرسته سربېره نورو هېوادونو هم مرستې کړې دي، خو اکثره بنسټونو د مرستو پر شفاف ویش اندېښمن دي، ځکه طالبان ددې لپاره واضح کړنلاره نه لري، نو بنسټونه ټینګار کوي چې وېش باید شفاف او ټولو مستحقینو ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې متحده عربي اماراتو پخوا هم مرستې کړي دي او اوس هم دوام لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button