نړیوال خبرونه

د مرکزي اسیا او اروپايي ټولنې ناستې ګډونوالو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف د مرکزي اسیا او اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا په ۱۸مه غونډه کې د افغانستان د ګوښه کېدو د مخنیوي غوښتنه کړې ده. 

د ازبکستان د کابېنې دغه جګپوړی غړی وايي، په‌دې کتنه کې په افغانستان کې د سولې او تل‌پاتې پراختیا په ګډون پر مهمو سیمه‌ییزو او نړیوالو مسایلو خبرې وشوې. نوموړي همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې په عملي ډول افغانانو ته خپلې مرستې ورسوي. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف زیاتوي: «موږ همدارنګه په افغانستان کې د سولې او دوامداره پرمختګ په ګډون د سیمې او نړۍ پر مهمو مسایلو هم خبرې وکړې.

ازبک رسنیو

یو شمېر ازبک رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر له قوله لیکلي چې افغانستان له ننګونو سره سره د نویو فرصتونو لپاره ځای هم دی. په همدې حال کې د اروپايي ټولنې مرستیال له سرپرست حکومته غوښتي چې له نړۍ سره خپلې ژمنې عملي کړي. د سياسي چارو کارپوه محمد رحيمي وايي: «د سیمې هېوادونه او د افغانستان ګاونډیان په دې پوهېږي چې که افغانستان له اقتصادي او سیاسي انزوا سره مخ شي، یو له هغو سترو هېوادونو څخه چې په دې برخه کې به زيان ويني، د افغانستان ګاونډي هېوادونه دي. افغانستان تل د منځنۍ اسیا او اروپا ترمنځ د پل په توګه پاتې شوی دی

نور یی ولوله | راتلونکې یکشنبه قطر کې د فوټبال نړیوال جام پېلیږي

نور یی ولوله | کابلوف افغانستان کې باید ټولګدونه حکومت جوړ شي

جنت فهيم

د سياسي چارو کارپوه جنت فهيم چکري وايي: «د ازبکستان ټینګار په همدې وو، چې نړۍ باید افغان حکومت منزوي نه کړي او افغانستان ته باید پام وکړي. د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مسوول وايي، چې دغې ټولنې په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره ۴۰۰ میلیونه یورو مرسته کړې ده. په دې غونډه کې د ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو، د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ سياست مسوول او د دې ټولنې د بهرني سياست یو شمېر استازو ګډون کړی و

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button