سیمه ییز خبرونهکورني خبرونه

د مسکو فارمټ غونډه؛ طالبانو بیا د ټول ګډونه حکومت خبره رد کړه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر یاده راټولېدنه کې وویل چې دوی ته باید نړیوال د حکومتولۍ نسخې ورنه کړي

د مسکو فارمټ غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالي امیر خان متقي وویل، په تېرو ۴۵ کلونو کې د نا تعریف شوي همه شمولیت په څېر هېڅ بهرنۍ نسخې د افغاستان ستونزې نه دي حل کړې.

نور ولولئ: د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو نوي فشارونه

امیر خان متقي وویل له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیانو هیله لري لکه نورو ته چې دوی د حکومتوالۍ د بڼې په اړه نسخې نه وړاندې کوي، دوی دې هم د افغانستان د حکومتدارۍ د بڼې په تړاو د نسخې وړاندې کولو پرځای د طالبانو له حکومت سره په هره برخه کې رسمي کار پیل کړي.

د ټولګډونه حکومت په اړه اشاره چاته وه؟

ظاهراً د ښاغلي متقي دا خبرې د مسکو فارمټ له غونډې پیلېدا وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت کې د لوېدیځې اسیا چارو د مدیر او مرستیال وزیر روسل موسوي هغو خبرو ته ځواب و، چې ویلي یې وو دا چې د افغانستان ګاونډیان، سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه په افغانستان کې پر ټولشموله حکومت ټینګار کوي، لامل یې دا دی چې د افغانستان تاریخي تجربه ښيي چې یو قوم په یوازې سر نه شي کولای د هېواد ټولو وګړو لپاره امنیت تامین کړي او له همدې کبله شخړې رامنځته شوې دي.”

نور ولولئ: د مسکو غونډه د لسو هېوادونو استازو د افغانستان وضعیت په اړه خبرې وکړې

د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالي دغې غونډې ته چې د روسیې کازان کې جوړه شوې وه، وویل “اوس تر بل هر وخت د “شمال او جنوب سوداګریز دهلېز” عملي کېدو ته شرایط برابر دي. د سیمې د هېوادونو لپاره هم باید همدا مهم وي چې څنګه خپلې ګټې خوندي کړي او له فرصتونو استفاده وکړي.”

امیر خان متقي زیاته کړه، د مشترکو مشروع ګټو پر بنسټ له ټولو سره مثبت تعامل ته چمتو دی او “هیله‌من یو چې له دې فرصته ټول هېوادونه د خپلو ملي ګتو په پام کې نیولو سره استفاده وکړي”.

له افغانستان سره د هند مرستې

ښاغلي متقي وویل، پر افغانستان د طالبانو په تېره دوه کلنه واکمنۍ دوی سیمې او نړۍ ته د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان له لوري به د نورو هېوادونو پرضد د ګواښ پېښېدو اجازه ورنه کړي.

غونډې ته د هند استازي وویل، له افغانستان سره یې اړیکي او مرستې جاري ساتلي، چې په وینا یې شاوخوا درې میلیارده ډالره یې افغانستان کې پانګونه کړې او ۳۵ زره محصلانو د هند پوهنتونونو ته لار موندلې ده.

په ورته وخت کې، د متحده عربي اماراتو استازي ویلي، یوه اونۍ مخکې یې افغانستان ته خپل سفیر استولی او افغانستان کې یې د خپل هېواد حضور اړین بللی دی.

د قرغستان ځانګړي استازي طالعت بېګ د مسکو فارمټ غونډې ته وینا کې وویل، هېواد یې د یو سوله‌يیز او باثباته افغانستان هیله لري او د دوستانه اړیکو غوښتونکی دی.

د افغانستان یوه بل ګاونډي ازبکستان ځانګړي استازي بیا ویلي چې افغانستان د شمال لوېدیځ کوریډور د یوې برخې په توګه کېدل ښه کار دی. “افغانستان کې باید سترې پروژې تطبیق شي”.

د مسکو فارمټ غونډه نن (جمعه، سپتمبر ۲۹مه) د تاتارستان د ولسمشر رسمت مینیخانوف په وینا پیل شوه چې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او ترکیې استازو پکې د ناظرو غړو په توګه ګډون کړی و.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button