سیمه ییز خبرونه

د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو نوي فشارونه

د مسکو فارمټ غونډه کې روسي استازي د طالبانو رسمیت پېژندلو په برخه کې هغوی ته نوي شرطونه ایښي

طالبانو په داسې حال کې د مسکو له فشارونو سره مخامخ دي چې په افغانستان کې د جګړې پر مهال یې زیات ډاډ مسکو او اسلام اباد ول، خو په اوس وخت کې طالبان نه اسلام اباد په رسمیت پېژندلي او نه هم مسکو، ځکه مسکو له دوی بار بار غوښتنه کړي چې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت لپاره زمینه برابره کړي، خو طالبان بیا خپله واکمني ټول شموله بولي په داسې حال کې چې پر ټولو بستونو یوازې ملایان دي او مسلکي کسان په کې نشته.

د مسکو فارمټ غونډې په اړه

د روسیې په تاتارستان جمهوریت کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ له شپږمې نننۍ غونډې سره هم مهاله، روسي چارواکو په افغانستان کې د طالبانو حاکم رژیم ته د په رسمیت پېژندلو شرطونه په ډاګه کړي.

نور ولولئ: د مسکو غونډه د لسو هېوادونو استازو د افغانستان وضعیت په اړه خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د مسکو فارمټ دغه غونډه یوه سیاسي ډیالوګ ته ورته بللې او ټینګار یې کړی چې طالب استازي باید له قومي او سیاسي پلوه د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو ډاډ ورکړي.

تاس خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ د ښاغلي کابلوف په حواله ویلي، که طالبان د ټول شموله حکومت د جوړېدو په تړاو د نړیوالو غوښتنې ځواب کړي، ممکن روسیه یې په رسمیت وپیژني.

په دې غونډه کې به امریکايي استازی هم ګډون کوي

کابلوف دغه څرګندونې د مسکو فارمټ د شپږمې غونډې له جوړېدو یوه ورځ وړاندې کړي او زیاته کړې ده چې د مسکو فارمټ دغې غونډه کې به کوم امریکایي استازی د ګډونوال یا څارونکي په توګه ونډه ونه لري.

په یاده غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو د روسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دوی د بهرنیو چارو وزیر له نوموړي سره لیدنه نه لري.

نور ولولئ: روسيه؛ طالبان به د مسکو فارمټ ناسته کې ګډون وکړي

طالبانو تر دې مخکې خپل رژیم ټول شموله ګڼلی او ویلي، چې د ټولو افغانانو حقونه یې تامین کړي دي.

دوی په افغانستان کې د حکومت د څرنګوالي په تړاو څرګندونې، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼلې اوحساسیت یې ورسره څرګند کړی.

طالبان بیا وايي چې دا زموږ کورنۍ مسئله ده، خو د شنونکو په نظر په دې دوی نه پوهېږي چې نړیواله دیپلوماسي او نړیواله ټولنه څه ته اړتیا لري. له بل لوري د روسیې بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې دی به په روسیه کې له طالب استازو او متقي سره ونه ګوري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button