هنر او ادب

د مس عینک کان د تاریخي اثارو د ضایع کېدو ویره

د مس عینک کان د تاریخي اثارو د ضایع کېدو په اړه اندېښنې ډېرې شوي او طالب وزیر هم دغه اندېښنو ته غبرګون ښوولی

د هنري، کلتوري، تاریخي اثارو او تاریخي ابداتو پېژندونکي او متخصصین د مس عینک کان د تاریخي اثارو پر ضایع کېدو اندېښنه ښوولي ده. دوی وايي، که ددغه کان د کېدنې چارې پیل شي، نو دغه تاریخي اثار باید زیان ونه ویني.

د طالبانو پر رژیم یوه نیوکه داده چې د کانونو کېندنې یې نامسلکي دي، خو طالبان بیا وايي، دوی د کانونو په کېدنو کې معیاري لارې کاروي او دغه شمتني به نه ضایع کېږي.

afghan 2024 07 25t085310.481
د مس عینک کان تاریخي اثار

د یادو تاریخي اثارو په اړه د طالب وزیر غبرګون

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د مس ‌عینک کان د استخراج عملي چارو د پیل په مراسمو کې ډاډ ورکړی چې دلته شته لرغوني آثار به په خوندي توګه وساتل شي.

نوموړي ویلي دي: «د تاريخي آثارو د ساتنې په موخه د ټولو اړخونو له هلوځلو څخه مننه کوو؛ د مس عینک د کان کیندنه له اړخ طرف څخه د ځمکې د تل طرف ته پيلېږي، ترڅو تاريخي آثار محفوظ پاتې شي».

نور ولولئ: د چین سفیر: د مس عینک کان استخراج کې به تاریخي عابدات زیان نه ویني

نور ولولئ: طالبان: چینایان باید د مس عینک کار پیل کړي

نور ولولئ: طالبانو په روان لمریز کال کې د ۱۵ کانونو قراردادونه کړي

ملا خیرخواه زیاته کړې چې د تاريخي آثارو ساتنه او د کان کیندنه په هم مهاله توګه یو پېچلی کار و؛ چې د ښکېلو اړخونو په همغږۍ په ښه توګه حل او پیل شو او دا پروژه د نورو پروژو په پيل کې هم آسانتيا رامنځته کولی شي.

afghan 2024 07 25t085333.618
د مس عینک کان تاریخي اثار

د اثارو په ساتنه کې باید اغېزمن ګامونه واخیستل شي

طالب وزیر همدا رنګه له ښکېلو اړخونو څخه غوښتنه کړې چې د آثارو د ساتنې په لاره کې د طرحې مطابق اغېزمن ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مس عینک کان د استخراج د پيل په درشل کې یو شمېر افغان فرهنګیانو په دغه کان کې د شته تاریخي اثارو د ضایع کیدو په اړه اندېښنې ښودلي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره دوی د تاریخي اثارو د قاچاق د مخنیوي او خوندیتوب خبرونه ورکړي.

د طالبانو په تېره واکمنۍ کې دوی یو شمېر لرغوني افغان تاریخي اثار له منځه یوړل، چې له دې امله په ښه نوم نه یادیږي.

خو اوس وايي، دوی تاریخي اثار ساتي او چاته یې د تخریبېدو اجازه نه ورکوی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button