ټکنالوجي

د مصنوعي ځیرکتیا کنترول لپاره د قوانینو اړتیا

د مصنوعي ځیرکتیا د کنترول لپاره باید په نړۍ کې نوي اوصول او قوانینو ایجاد ته اړتیا ده

د نړۍ لروبر دولتونه پر دې کار کوي چې د مصنوعي ځیرکتیا د کارېدو څرنګوالي ته لارې چارې ومومي.‌

په دې لړ کې اروپايي پارلمان تازه یوه قانوني اډانه جوړه او تصویب کړې تر څو د مصنوعي ځیرکتیا په خاص ډول چټ جي‌پي‌ټي چې تر ټولو ځیرک مصنوعي ماشین دی، کنترول کړي.

په دې اډانه کې به د مصنوعي ځيرکتیا د کارېدو تنظیم لپاره مشخص او سخت قوانین رامنځته شي، چې شرکتونه یې باید رعایت کړي.‌

د اروپايي‌ ټولنې د ټکنالوژۍ برخې مدیره مارګارت وستاګر وايي دا دیوال به د هغو سترو خطرونو مخه ونیسي، چې ښايي د مصنوعي ځیرکتیا له اړخه رامنځته شي.

د ډول قوانین به تر ۲۰۲۵ کال عملي شي

ټاکلې دغه قوانین له ۲۰۲۵ کال عملي شي. په دې توګه به د مصنوعي ځیرکتیا اړوند اپلېکېشنونه د هغو خطرونو له مخې چې کاروونکو ته یې ښاي پېښ کړي، ډلبندي شي.

د بېلګې په توګه هغه ویډیويي ګېمونه به چې مصنوعي ذکاوت پکې کارېږي، پر داسې فلترونو سنبال شي چې سپم برېښنالیکونه تشخیص کړي او د خطر مخه ونیسي.

نور ولولئ: ساینس پوهانو د مصنوعي ځیرکتیا په مټ نوی انټي بیوټیک کشف کړی

تر ټولو خطرناک پروګرامونه هغه دي چې د خلکو د باور او اعتبار امتیاز اټکلولی او په دې کې تاثیر لري، چې ایا د کورونو او نورو شیانو لپاره پور اخیستی شي که څنګه.

دا وړ پروګرامونه به سختو قوانینو سره مخامخ وي‌

دغه قوانین بریتانیا کې نه پلي کېږي.‌ ټاکلې بریتانیا په مارچ میاشت کې د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژۍ اړوند خپل پروګرام او لیدلوری اعلان کړي.‌

دغه هېواد کې د مصنوعي ځیرکتیا د مقرراتو تنظیم لپاره د یوه ځانګړي اروګان د رامنځته کېدو طرحه رد شوې، او هوکړه پر دې شوې چې اوسني موجود اورګانونه به ټول دغه ټکنالوژي څاري.

خو مېرمن وستاګر وايي د مصنوعي ځيرکتیا څار او قانوني کېدل باید نړیواله چاره وي او دا چې په دې تړاو باید د دولتونو ترمنځ همفکري او همکاري منځ ته راشي.

امریکا کې هم قانون جوړونکو دې ته اندېښنه ښودلې چې ایا اوسني قوانین به دا ټکنالوژۍ کنټرول کړی شي که څنګه.‌

بلخوا چین بیا پتیېلې چې له کمپنیو وغواړي هر ځای چې د مصنوعي ځیرکتیا الګوریتمونه کاروي، خپل کاروونکي پرې خبر کړي.‌

دا په داسې حال کې ده چې د مصنوعي ځیرکتیا له رامنځته کېدو سره په نړۍ کې له خلکو سره د بې‌کاري کېدو اندېښنې پیدا شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button