تجارت خبرونه

د مغولو واکمنۍ اړوند عینکې لیلامېږی

د هند یوې نامعلومې شاهي خزانې اړوند بې سارې عینکې چې الماس او زمرد پکې کاروول شوي د روانې میاشتې وروستیو کې لندن کې لیلام کیږی  

د سوتبېز په نامه لیلامۍ اداره وايي دې عینکو ته د مغولو شاهي دورې عینکو دا چوکاټ په نژدې ۱۸۹۰ کال کې تیار شوی

دا هم ولولئ | سیګار د ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۶۹ میلیونو ډالرو د وړلو تورونه څيړنه پیلوي

په پام کې ده چې له پلور مخکې به دا عینکې په لندن او هانګ کانګ کې نندارې ته هم وړاندې شي 

تر اوسه معلومه نه ده چې دا عینکې چا تیاری  کړې خو ګومان کېږي د مغول شاهانو اړوند دي، چې ۱۶ مه او ۱۷ میلادي پېړیو کې پر هند نیمه وچه حاکم وو او د مهمو هنري او ودانیز سبک لاسته راوړنو له امله یې مشهور وو 

د سوتبېز په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د عینکو په چوکاټ کې الماس او زمرد ځای پر ځای شوي دي. په اعلامیه کې راغلي

جواهراتو معیار او اصلیت فوق العادي دی او د دې کچې جواهرات به له شک پرته د یوه امپراتور ملکیت وو   

د الماسو غمي چې له یوې طبیعي ټوټې جلا شوي، فکر کېږي چې سویلي هند کې له ګولکنډه طبیعي زېرمو موندل شوی دی

دا لومړی عینکی  دی بازار کی پیش کیږی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button