نړیوال خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شا غونډه کړې

دغه غونډه وروسته له هغه د جاپان او متحده عربي اماراتو په غوښتنه راوبلل شوه چې ملګرو ملتونو وویل، په افغانستان کې د دې سازمان په اړوندو ادارو کې د ښځو د فعالیت مخنیوی شوی

د ملګرو ملتونو لخوا د دغې جوړې شوې غونډې جزییات او پایلې تر دې دمه نه دې ښکاره شوي خو مخکې ویل شوي وو چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی رپورټر او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما مشره روزه اوتنبایوا به غونډه کې خبرې کوي.

له دې مخکې وړمه ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر یوناما په یوه ټویټر پیغام کې وویل، په ننګرهار ولایت کې د دوی په دفتر کې د ښځینه کارکوونکو د فعالیت مخه نیول شوې ده.

یوناما د دې پرېکړې له کبله ”ژوره اندېښنه ” څرګنده کړه او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش په دې هکله وویل چې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د خپلو افغان همکارانو د کار بندیز په سختو ټکو غندي.

نوموړي پر ټویټر لیکلي وو چې که له دې کاره لاس وانخیستل شي نو دا به اړمنو خلکو ته د ژوند ژغورونکو مرستو وړاندې کولو وړتیا کمزورې کړي.

د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر وايي چې پر طالبانو غږ کوي چې د ملګرو ملتونو سازمان مرکزونه له ښځینه کارکوونکو پرته نه شي کولای فعالیت وکړي او خپلې هغه مرستندویه چارې روانې وساتي چې د ژوند ژغورلو لامل کېږي.

په ورته مهال د اسلامي همکاریو سازمان د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو فعالیت مخنیوي په تړاو ژوره خواشینې څرګنده کړې ده

د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو غوښتي چې پر خپلې دغې پرېکړې چې دوی وايي د منلو وړ نه ده، له سره غوره وکړي او نارینه او ښځینه افغانانو ته اجازه ورکړي، چې تر څو لسیزو جګړو او تاوتریخوالي وروسته د خپل هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي.

نور ولولئ: روسیې ته د امنیت شورا مشرۍ سپارل کېدو اوکراین غوسه کړی

طالب چارواکو تر دې دمه د دې دواړو سازمانونو غوښتنو ته ځواب نه دی ويلی.‌

د یادونې وړ ده چې دا نه يوازې د سازمانونو غوښتنه ده بلکې د افغانانو اکثريت غوښتنه هم ده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button