نړیوال خبرونه

ملا صیب هبت الله د شریعت د تطبیق او د فرمانونو عملي کېدو سپارښتنې

دطالبانو د حکومت مشر ملا هبت الله اخوندزاده د دوی د حکومت له ټولو مسوولانو د دې حساب غوښتی چې د حکومتولۍ تېر یوه کال کې یې شریعت څومره پلی کړی دی. هغه د طالبانو حکومت له چارواکو دا هم غوښتي چې د ده ټول احکام او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو اړوند نوموړي فرمان په ټول قوت او بشپړ ډول عملي کړي.

ملا هبت الله

ښاغلی هبت الله دا غوښتنې دوشنبه د طالبانو حکومت د استخباراتو لوی ریاست له یو شمېر مشرانو، د ۳۴ ولایتونو لپاره د استخباراتو له رئیسانو د طالبانو حکومت له قاضي القضات او د چارو ادارې له سرپرست سره غونډه کې کړې. ښاغلي اخوندزاده د طالبانو حکومت استخباراتي مسوولانو ته ویلي چې استخبارات به نېغ په نېغه له مشرتابه سپارښتنې اخلي، د “نظام پایې به ټینګوي” او د ده په وینا د “دښمنانو پلانونه به له منځه وړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا دفتر

د طالبانو د ریاست الوزرا دفتر په خپله ټویټر پاڼه لیکلي‌ چې د دوی مشر په دې غونډه کې خپلو استخباراتي مسوولانو ته په کلکه دا سپارښتنه هم کړې چې د “خپلسرو ویډیوګانو او تصویرونو مخه ونیسي” ځکه دغه ویډیوګانې د نوموړي په وینا د “نظام بدنامۍ” لپاره کېږي.

نور یی ولوله | دغربت لاملونه څنګه کولی شو د غربت څخه خلاصون ترلاسه کړو؟

نور یی ولوله | د ټاپي پروژې پرمختګ

هغه ټینګار کړی چې د دغو ویډیوګانو “عاملین ونیسئ او مجازات یې کړئ. طالبانو که څه هم په دې اړه وضاحت نه دی کړی خو څه موده وړاندې پنجشېر کې د بندیانو د وژلو خپرو شویو ویډیوکانو غوغا جوړه کړه او طالبانو وویل پلټنې به یې کوي. ملا هبت الله اخوندزاده خپلو استخباراتي چارواکو ته دا هم ویلي چې له ولس سره دې نېک چلن کوي، خلک دې د شک او شبهاتو پر بنسټ نه بندیانوي او که څوک د “موثقو دلایلو” پر استناد نیول کېږي نو د پرېکړو لپاره دې یې محاکمو ته سپاري.

د شرعي قانون پلي کول

په دې غونډه کې چې څلور ساعته یې دوام کړی، تر ډېره د شریعت پر تطبیق او همدا راز د نوموړي په وینا د ګناه، بداخلاقۍ او فحاشۍ په مخنیوي ټینګار او خبرې شوې

د یادونې ده د ملا هبت الله اخوندزاده لخوا چې د ښځو حقونو په تړاو د نوموړي کوم مخکیني فرمان ته اشاره شوې، په هغه کې د نکاح، مهر او عدالت په څېر د ښځو د ځينو شرعي او حقوقي مسايلو يادونه شوې خو د دوی د کار حق او زدکړو په اړه پکې څه نه وو ویل شوي.طالبان بيا وايي چې د مناسبو شرایطو تر برابرېدو وروسته به ښځو ته دولتي ادارو کې د کار او له تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button