نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د افغانستان له اقتصاد سره مرسته کوي

 افغانستان  افغانستان

د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره یو این ډي پي مسوولین وايي په افغانستان کې به د کوچنیو کارونو او ځايي اقتصادي کارونو ساتلو لپاره پیسې ورکړي د ۱۲ لومړنیو میاشتو لپاره د ملګرو ملتونو د دې پروګرام بودیجه تر نژدې ۶۶۷ میلیونه ډالرو پورې ده او نژدې څلور نیم میلیونه وګړو ته به ورسېږي.

. ملګرو ملتونو  خبرداری ورکړی چې ښايي سږ کال د افغانستان اقتصاد ۳۰ سلنه کمزوری  شي چې د بشري ناورین او کډوالۍ  به ډیره شی د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام کاني ویګنراجا  په اړه  ویلی کابل ته د طالبانو د راتګ مخکې موږ اټکل کړی وو  چې نژدې ۵۰ سلنه افغانان د بیوزلۍ  ژوند کوي د راتلونکي کال په لومړیو کې به دا کچه ۹۷ سلنې ته ورسېږي.   نړیواله کچه  هېڅ یوه بی وزله هېواد ندی لیدل شوی د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام مشر اخیم اشتاینر د چهار شنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته ویلی موږ باید کار وکړو

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

د خلکو اقتصاد ثبت کړو او د خلکو ژوند خوندی کړو د نوموړي هیله مند دی  چې افغانان به د ځايي کارونو  ساتلو له لارې کولای شي له نا امیدی  فقر او بې سر پناه کېدو پرته ژوند وکړي د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له  لارو له هغو کارونو سره همکاری  کوي چې ولسي اقتصاد  بلل کېږي . د دې پروګرام له مخې عمومي پروژو کې د کار مقابل کې نغدې پیسې ورکول کېږي له کوچنیو کارونو ساتلو ، د نویو کوچنیو کارونو پیل کولو لپاره مالي مرستې کېږي ، له زیانمنونکو  او د زیات عمر لرونکی  سره مالي همکارۍ ورسره  کېږي

 له تېرو دوو میاشتو رادیخوا  چې افغانستان کې طالبان واکمن شوی  د افغانستان اقتصادي وضعیت خورا  کمزوری شوی د اړتیا وړ توکو بیې لوړې شوې په لومړي سر کې د راتلونکو ۱۲ میاشتو لپاره دا پروګرام په پام کې نیول شوی بانکونه نه شي کولای د خلکو   پیسې ورکړي

دولتي کارکوونکو معاشونه نه دي اخیستي او ډېری لوی او کوچني کاروبارونه په ځای  ولاړ دی   که څه هم دا طرح ډېر تمویلونکي نه لري خو جرمني له لومړنیو مرستندویانو دی چې دې لړ کې ۵۰ میلیونه یورو ۵  میلیون ډالر مرسته کوي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button