کورني خبرونه

د ملګرو ملتونو کډوالو اداری ویلی افغانستان کې بېځايه شوې کورنۍ بېړنی مرستو ته اړ دی

  افغانستان   افغانستان

د ملګرو ملتونو کډوالو اداری ویلی چی  افغانستان کې بې ځايه شوې کورنۍ بېړنی  مرستو ته اړتيا لري د ملګرو ملتونو د کډوالو اداری ویلی  افغانستان کې بېځايه شوي اړمنو  کورنيو اړتياو پوره کولو لپاره بیړنی  مرستو ته اړ دی  او په دې هېواد کې لوږه بې سارې کچې ته رسېدلې.

د يادې ادارې ویاند بابر بلوڅ چې تازه له کابل څخه  جنیوا ته ستون شوی یوه  غونډه کې ویلی  چې افغانستان او نورو هېوادونو کې په زوره بې ځایه شویو کورنیو سره د ژمې سړه هوا  کې د همکاریو  لپاره یو نړیوال کمپاین پیل کړی . ښاغلي  افغانستان کې د روان بشري ناورین په تړاو  ویلی  چې دې هېواد کې د لوږې کچه په بې سارې توګه لوړه شوې. نوموړی ویلی  له بدبختانه  افغانستان کې بشري ناورین  په زیاتېدو دی  هېواد کې لوږه بې سارې کچې ته لوړه شوې  چی ۲۳ میلیونه وګړی  چې د ټول نفوس ۵۵ سلنه کېږي.لوږې خورا لوړې کچې سره مخامخ  دي او نژدې نهه میلیونه وګړي د قحطې له خطر سره هم  مخامخ دي

دا هم ولولئ | د کرېکټ نړیوال جام: انګلستان او استرالیا نیمه پایلوبې ته ورسېدل

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند ویلی  چې افغانستان کې یواځی  سږ کال اوه سوه زره  وګړی د جګړو له امله بې ځایه شوي. ښاغلی بلوڅ ویلی  دې کې هېڅ شک نشته  چی په افغانستان کې بشري ناورین په خرابېدو دیاو  دا ناورین پراخېږي موږ د ژمي سړه هوا  کې د بې ځایه شویو افغانانو اړتیا  څرګنده وو. افغانستان کې د شخړې له امله د شاوخوا درې نیم میلیونه بې ځایه شوی.وګړی بشري اړتیا ته په لیدو د ملګرو ملتونو کډوالو اداری د نورو مرستو غوښتنه هم  کوي.

ښاغلی بلوڅ ویلی مونږ  اوس شپیته زره وګړو  سره هره اوونۍ مرسته کولا ی شو  خو چې زرګونه وګړو ته مرستی رسوو زرګونه نور شته چې بشري مرستو ته اړ دی . له هغو وګړو   چې ډېر زیانمنونکي دي  بیړنو امکاناتو ته اړ دی.لکه هغه مېرمنې چې خاوند نه لري دوی او د دوی کوچنیان سرپناه او خوړو ته اړتیا لري.

افغانستان کې د بې ځایه شویو کورنیو په تړاو  داسې مهال اندېښنه ښودل کېږي چې نړیوال بانک افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره مرستندویه بنسټونو ته له کنګل شویو پيسو ۲۸۰ میلیونه ډالره ورکوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button