سات تيريلوبې خبرونه

د منظم تمرین کولو روغتیايي ګټې

منظم تمرین کول ستاسو روغتیا ته هر اړخیزې ګټې رسوي

یو روانپوه وايي، منظم تمرین تاسو ته دومره ګټه رسوي چې روحاً به ارام او په اینه کې به ځان درته ښکلی ښکاري.

په اینه کې ځان درته ښکلی ښکارېدل په دې مانا دي چې تاسو به فکرً تر نورو جوړ او پر ځان به یقیني یاست.

د ځوانانو د فټنس او سپورټ برخې مسئول (کیم کاوون) وايي، که تاسو منظم تمرین کوی نو له هېڅ ډول ناروغیو په ځانګړي توګه د شکرې او د زړه له حملې مه ویرېږئ.

afghan (6)
د منظم تمرین کولو روغتیايي ګټې

د هډوکو د ناروغیو لپاره د تمرین ګټې

اوستیوپوروسس د هډوکي یو ډول ناروغي ده. دا ناروغي هغه وخت رامنځته کیږي، کله چې بدن د هډوکي ضایعات پیل شي یا بدن کې هډوکي وده نه شي کولی. مثلاً: هډوکي کمزوري کیږي. دومره کمزوري کېږي چې په لږه ضربه سره هم د ماتېدو امکان لري. د اوستیوپروسیس معنی د “خراب هډوکي” معنی لري او کله چې د مایکروسکوپ کې لیدل کیږي، د شاتو د مچیو د ځالې په څیر ښکاري.

afghan (7)
د منظم تمرین کولو روغتیايي ګټې

تمرین دواړو هم د اوستیوپروسیس درملنې او ددې ناروغۍ د مخنیوي لپاره اړین دی. د مناسب وزن پورته کول، د مقاومت بانډونو کارول، او د بدني وزن تمرینونه د عضلاتو او هډوکو د پیاوړتیا لپاره خورا ښه دي.

نور ولولئ: هر ورځ څو زره قدمه د مړینې خطر کموي؟

نور ولولئ: هغه خواړه چې تاسو د زیات وزن بایللو لپاره مهم دي

نور ولولئ:  باډي بیولډینګ یا وزن پورته کول ستاسو بدن ته څه ګټې لري؟

ستاسو د سالم بدن لرلو لپاره هره ورځ منډې، کلپ کولو، بایسکل چلولو او نورو تمرینونو ته اړتیا لرئ.

afghan (9)
د منظم تمرین کولو روغتیايي ګټې

د شکرې ناروغۍ د مخنیوي لپاره تمرین

د سي ډي سي د څېړنو له مخې، په امریکا کې ۳۴ میلیونه امریکایان د شکرې پر ناروغۍ اخته دي. له دغه وګړو یې ۹۰ او ۹۵ سلنه په دوه ډوله شکره اخته دي چې دا ددوی لپاره خورا خطرناک حالت دی. دغه دواړه ډوله ناروغي د انسولینو په مقابل کې د بدن حجرې له منځه ځي او دلته د ویني شکر خپلې اخري کچې ته رسېږي چې د زړه د حملې او نورو خطرناکو ناروغیو سبب کېږي.

ددې ناروغۍ د مخنیوي لپاره تاسې ته هم تمرین کول توصیه کېږي او خپل وزن باید راکم کړئ.

afghan (8)
د منظم تمرین کولو روغتیايي ګټې

په ټوله کې تاسې د رواني ستونزو، سالم او قوي بدن درلودلو لپاره منظم تمرین وکړئ، تر څو تاسې وکولی شئ چې له ستونزو او ناروغیو وژغورل شئ.

زیات افغان چې له ګڼو ناروغیو کړېږي، یو لوی علت یې تمرین نه کول دي. حتی په ډېرو سیمو کې خلکو ته تمرین کول د شرم کار ښکاري چې دا یو غلط او ناسم فکر دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button