سپورټ

د مهدي طاارمي په اړه د ایټالیا د فوټبال افسانوي لوبغاړي نظر

اړوند خبرونه: 

د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو

د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې

کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

فابیو کاپلو باور لري چې مهدي طارمي باید لږ ناوخته او د مارکوس تورام پر ځای میدان ته راغلی وای.

د ایټالیا تجربه لرونکی روزونکی فابیو کاپلو، په اسکای سپورټ سټوډیو کې د انټر او بارسلونا د زړه راښکونکي مساوي لوبې په اړه نظر ورکړ او همداراز یې د مهدي طارمي د لوبې په اړه خبرې وکړې.

کاپلو د لوبې د پایلې په اړه وویل: “انټر هغه ټیم و چې لوبه یې کنټرول کړه او له فزیکي پلوه یې وښوده چې په ښه وضعیت کې دی. دې ټیم په وروستیو لوبو کې د دوهم نیمایي ستونزې درلودې، خو پرمختګ یې وکړ. وروسته، د مهدي طارمي په څېر جنجالي بدلون ترسره شو. طارمي کولای شوای د تورام ځای ونیسي، خو نه په هغه وخت کې، خو په عمومي ډول یې ښه لوبه وکړه. روزونکي ولیدل چې ټیم په ښه وضعیت کې دی، او همداراز باید له میدان څخه د ټیم وضعیت تحلیل شي. په هر حال، هغه زړورتیا وښوده او غوښتل یې چې لوبه وګټي.”

کاپلو بیا مارکوس تورام وستایه، چې یوازې ۳۰ ثانیې وروسته یې د شا له پښې ګول وواهه. نوموړي د فرانسوي بریدګر د کارکردګۍ په اړه وویل: “مهمه خبره دا ده چې هغه د بایرن پر وړاندې د مسلسل پاسونو وروسته دا ځل د شا له پښې ګول وواهه. ښکاري چې هغه ښه پوهېږي چې څنګه د شا له پښې غوره ضربه ووهي. خامخا پلار یې دا مهارت نه دی ور زده کړی، ځکه پلار یې یو وتلی مدافع و.”

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button