سات تيري

د مولټي ویټامینونو خوړل ستاسو عمر کموي

یوې تازه څېړنې څرګنده کړې چې د مولټي ويټامینونو خوړل د انسان عمر کموي

په ټولیز ډول د درملو خوړل د ګټې پر ځای زیان رسوي، ځکه ټول درمل طبیعي نه وي بلکې کمیاوي مواد ورسره ګډ وي.

کله چې کمیاوي مواد ورسره یو ځای شوي وي، نو هغه درمل که ستاسو د بدن یوې برخې ته ګټه رسوي، نو بل ځای بیا ستاسو روغتیا ګواښي.

afghan (66)
د مولټي ویټامینونو خوړل ستاسو عمر کموي

تازه د امریکایي څیړونکو له خوا یوه پراخه څیړنه ښیي چې د مولټي ویټامینونو ورځنی مصرف نه یوازې دا چې د عمر له اوږدولو مرسته نه کوي، بلکې د ژر مړینې خطر هم زیاتوي.

ددغه نوي څېړنې ډول

په دې څیړنه کې چې په متحدو ایالتونو کې د سرطان په ملي انسټیټیوټ کې شوې، د نژدې 400,000 داسي لویانو، چې جدي اوږدمهاله ناروغي یې نه لرله، روغتیا څارل شوې څو په راتلونکو دوو لسیزو کې د دوی په مړینې باندې د مولټي ویټامین اغیزې معلومي شي.

afghan (84)
د مولټي ویټامینونو خوړل ستاسو عمر کموي

د تمې خلاف، هغو کسانو، چې په منظمه توګه یې مولټي ویټامینونه استعمالول، د مطالعې په دوره کې د هغو کسانو پرتله چې دا ضمیمه یې نه کاروله یو څه ډیر مړه شوي وو.

نور ولولئ: د انسان په بدن کې د ویټامین ډي رول

نور ولولئ:  هغه خواړه چې د مور شیدي ډېروي

نور ولولئ: هغه خواړه چې تاسو د زیات وزن بایللو لپاره مهم دي

څیړونکي دې پایلې ته رسیدلي چې “د مولټي ویټامین کارول د عمر د اوږدېدو نه سبب کیږي.”

afghan (94)
د مولټي ویټامینونو خوړل ستاسو عمر کموي

هره ورځ د ویټامینونو خوړل

ډاکټر ایریکا لوففیلډ او همکارانو یې د مریلینډ د ملي سرطان په انسټیټیوټ کې د متحده ایالاتو د دریو لویو روغتیایی مطالعاتو ډاټا تحلیل کړې. دا مطالعات، چې په نولس سوه نوي یمه لسیزه کې پیل شوې، د ګډونوالو له خوا یې د مولټي ویټامینونو ورځني کارونې څارله.

د ډاکټر لوففیلډ په وینا، «موږ داسي هیڅ سند نه لرو چې وښيي چې که هره ورځ مولټي ویټامینونه وخورو نو د مړینې خطر به مو کم شي خو د دې خلاف هغو کسانو چې هره ورځ مولټي ویټامینونه خوړل، نسبت هغو ته چې نه یې خوړل د مړینو اندازه ۴ سلنه ډېره وه.»

afghan (93)
د مولټي ویټامینونو خوړل ستاسو عمر کموي

د واشنګټن د جورج واشنګټن پوهنتون د طب استاد ډاکتر نیل برنارډ سپارښتنه کوي چې د ویټامینونو په ځای ښه دا ده چې ښه خواړه، په تېره بیا فایبرلرونکي خوراکونه وکړو او ورسره په یو وخت له اشباع شويو غوړو او د لوړ کلسترول له خوړو ډډه وکړو.

دا څېړنه په داسې حال کې کېږي چې په نړۍ کې زیاتره خلک په ځانګړي توګه په امریکا کې خلک له مولټي ویټامینونو او نورو درملو ډېره ګټه اخلي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button