نړیوال خبرونه

د م.م امنیت شورا نن د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي

امنیت شورا به د بندو دروازې د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن ورځ فبرورۍ ۲۶( حوت اووم) د بندو دروازو شاته په یوه غونډه کې د افغانستان په وضعیت باندې خبرې وکړي.

ددغې شورا په انټرنیټي پاڼه باندې لیکل شوي چې دا غونډه به د دغې شورا د غړو او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په ګډون د نیویارک پر مهال د سهار پر لسو بجو پیل شي او په ځانګړي ډول به په کې د افغانستان لپاره د عمومي منشي د ځانګړي استازي د ټاکلو په سر سلامشورې وشي.

un1
د ملګرو ملتونو امنیت شورا

د امنیت شورا غونډه کې ۲۷۲۱ پرېکړه لیک باندې خبرې

په ملګرو ملتونوکې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ددې غونډې په اړه تیره اونۍ د طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې په دې غونډه کې به د امنیت د شورا د ۲۷۲۱ پریکړه لیک په اړه خبرې وشي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ډسمبر ۲۹ (مرغومي ۸) په ۲۷۷۱ پریکړه لیک کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه کړې وه، ترڅو د طالب مشرانو او افغانستان سره تعامل ډیر کړي.

نور ولولئ: نړیواله امنیت شورا: القاعده بیا په افغانستان کې ځانونه ځای پر ځای کړي دي

نور ولولئ: ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د متحده عربي اماراتو وړاندیز شوی پرېکړه لیک تصویب کړ

نور ولولئ: د م.م امنیت شورا د افغانستان لپاره د غونډې په ترڅ کې نوی استازی ټاکي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د همدې پریکړه لیک د سپارښتونو پر اساس تیره اونۍ په قطرکې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو یوه غونډه هم جوړه کړې وه.

د افغانستان لپاره د نوي استازي ټاکل

پدې پریکړه لیک کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوتریش څخه غوښتل شوي چې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکی تر څو د ملګروملتونو د عمومي منشي د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي سپارښتنې په ځانګړې توګه د جنسیت او بشري حقونو په برخې کې عملي کړي.

un2
د ملګرو ملتونو د دفتر وداني

دا پریکړه لیک په ۱۳ موافقو رایو سره د امنیت په شورا کې تصویب شو، خو روسیې او چین دغه پریکړه لیک ته ممتنع رایه ورکړې وه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په اړه د دوه ورځینۍ غونډې په پای کې ویلي و چې د یو ځانګړي استازي د ګمارلو په اړه سلا مشورې پیلوي چې د طالبانو د حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ چارې تنظیمې کړې.

هغه وویل چې طالبانو ته یې بلنه ورکړې وه چې غونډې کې ګډون وکړي، خو هغوی یې بلنه ونه منله.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button