نړیوال خبرونه

د م.م سر منشي: د دوحې په ناسته کې پر اړینو مسایلو هوکړې وشوې

د م.م سرمنشي انتونیو ګوتریش خبري ناسته کې د دوحې غونډه مهمه بللي او شوو هوکړو ته یې اشاره کړي ده

د دوحې د غونډې په دوهمه ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي د ګډون‎کوونکو هېوادونو ترمنځ د بحث شویو مسایلو مهم ټکي روښانه کړل.

هغه له ترهګرۍ سره مبارزه، د ټول‌شموله حکومت جوړېدل، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو حقونو خوندیتوب او یو سوله‌ییز او نړۍ سره مدغم افغانستان هغه ټکي یاد کړل چې له قوله یې، نړیواله ټولنه پرې توافق لري.

taliban crime1
طالبان چې د ښځو د غږ خپ کولو لپاره ددوی د اعتراض محه نیسي.

طالبان او د نړیوالو اندېښنې

ښاغلي ګوتریش وویل، دا هغه څه دي چې لا عملي شوي نه‌دي او نړیواله ټولنه یې په اړه اندېښمنه ده.

هغه زیاته کړه: “طالبان فکر کوي چې د نړیوالو اندېښنو ته رسېدنه د دوی مسوولیت نه‌دی او بیا غواړي چې نړۍ یې په رسمیت هم وپېژني او نړیواله ټولنه بیا فکر کوي چې د دوی اندېښنو ته هېڅ رسېده‌ګي نه‌ده شوې او په داسې حال کې دوی نه‌شي کولای د رسمیت پېژندنې لپاره تعامل وکړي.”

نور ولولئ: راتلونکو دوو ورځو کې، ۲۰ هېوادونو په دوحه کې د افغانستان په تړاو ناسته کوي

نور ولولئ: د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي تګلارې ګواښمنې وبلل شوې

نور ولولئ: د دوحې په غونډه کې محبوبه سراج وايي، طالبان ښځو ته سپکاوی کوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپلو خبرو کې پر دې هم تاکید وکړ چې افغانستان باید د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه شي او دوی داسې افغانستان غواړي چې له ځان، خپلو ګاونډیانو او نړۍ سره په سوله کې وي.

un1
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي.

د طالبانو غوښتنې له حقونو سره په تضاد کې

د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوحې په غونډه کې د طالبانو نه‌ګډون ته په اشارې وویل، په غونډه کې یې د طالبانو د ګډون لپاره د هغوی داسې لیک ترلاسه کړی و چې غوښتنې یې د نورو افغانانو د حقونو د نقض په معنا او له نړیوالو اصولو سره په تضاد کې وې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د دې سازمان د نوي استازي د ټاکل کېدو په اړه وویل، په دې اړه همغږي نږدې شوې او یو داسې با صلاحیته پلاوی به وټاکل شي چې د طالبانو په ګډون له ټولو لوریو سره ښکېل شي.

له دوحې غونډې مخکې د ملګرو ملتونو استازو څو ځله د طالبانو بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو سره ولیدل، خو په غونډه کې ګډون ته یې راضي نه کړای شول.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د راتلونکې سیاسي تګ‌لارې یا نقشې یادونه هم وکړه، خو زیاته یې کړه په دې اړه لا اوږد واټن پاتې دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button