سات تيري

د نارینه د سپرم او ښځینه تخمې له عجایبو خبر یاست؟

الله متعال په خپل الهي قدرت سره داسې څه پنځولي چې انسانان یې فکر هم نه شي کولی

په انسان کې سپرم ډېر عجیب جوړښت لري. سپرم هر څوک پېژني چې د ښځینه جنس له تخمې سره په یو ځای کېدو یو جسم یا ژوندی موجود ترې دنیا ته راځي.

بله خبره داده چې ډېری خلک مني او سپرم په یوه معنا سره پېژني، خو داسې نه ده، ځکه مني ځان ته او سپرم ځان ته څیزونه دي.

اول د مني او سپرم توپیر

مني هغه اوبه دي چې د سپرم سلولونه په شدت سره له یوه له بدنه خارجوي او په انتقال کې یې مرسته کوي. د انزال په وخت کې د مني منځنۍ کچه له ۱.۵ تر ۵ میلي لیترو اټکل شوي ده. څېړنو په ډاګه کړي چې په ۱ ملي لیتر کې له ۲۰ تر ۱۵۰ میلیونه سپرم انتقالېږي.

sperm (2)
په سره نښه کې د ښځینه د تخمې شکل او دا نور سپرمونه دي.

لکه وړاندې چې وویل شول، سپرم او مني توپیر لري. سپرم د ویټامین B12, C لري. پر دې سربېره سپرم له کلسیم، سیټریک اسید، فروکټوز، لاکټیک اسید، منیزیم، روي، پتاشیم، سډیم، غوړو او نورو سلګونو پروټینونو برخم دي.

نور ولولئ: د جنسي اړیکې پر دغو رازونو پوهېدی؟

نور ولولئ: په جنسي اړیکه کې د انزال موده

د انسان د جوړښت لپاره د تخمه یا مور هگۍ (Ovum)  او د پلار سپرم (Sperm) پکار دي. مورنۍ تخمه او پلرنی سپرم هر يو يې د يوه انسان نيمايي ارثي مواد (۲۳ کروموزومونه) لري. د دواړو اړخونو ۲۳، ۲۳ کروموزومونه چې سره يو ځای شي، ۴۶ کروموزومونو کېږي چې د يوه انسان د ارثي موادو مکمل سېټ جوړوي.

ښځینه تخمه څه ډول ده؟

sperm

مورنۍ هگۍ د ناوې غوندې په گڼو حجابونو کې پټه وي. يعنې له ارثي موادو يې سخت ساختماني ديوالونه را تاو وي. دغه ديوالونه دومره سخت دي، چې په يو سل و شل ميليونه سپرمونو (د نارينه په يو سي سي موادو کې شاوخوا يو سل و شل ميليونه سپرمونه موجود وي) کې يو نيم د دې وړتيا ولري، چې بالاخره ديوال سوری کړي او د مورنۍ تخمې وصال ته ورسېږي.

په تي لرونکيو کې دوې هگۍ/ دوه سپرمونه يو بل نشي القاح کولای. دليل دا دی چې هگۍ/سپرمونه داسې جوړښت لري، چې په خپل منځ کې ارثي مواد نه شي سره تبادله کولای. که دا ممکنه وای، د میندو په تخمدانونو او د سړيو په جنسي ساختمانونو کې څنگ په څنگ پرتو هگيو او سپرمونو به سره القاح کولای او تصور يې وکړئ چې څنگه فاجعې به مو لیدلې وای.

د ساينس او طبي ادبياتو په تاريخ کې ټولې نادرې او شاذې پېښې ثبت شوې دي. داسې څه لا په کې نه دي ثبت شوي، چې دوو انساني هگيو/سپرمونو دې يو بل القاح کړي وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button