سات تيري

څه ډول کولی شو، ښه مطالعه وکړو؟

د ښې مطالعې لارې چارې همدلته لوستلی او مهارتونه زده کولی شی

نوي ځوانان زیاتره وخت دې پوښتنې سره مخامخ کېږي، چې څه ډول کولی شو، اغېزمنه مطالعه وکړو؟ او په کوم ډول مطالعه مطالعه وکړو، تر څو په اسانۍ سره په ذهن کې کېني؟

موږ پنځلس داسې موضوعات راټول کړي دي، چې ستاسې ځینې پوښتنې ورسره حل کېږي:

د کتاب ټاکنه:

هڅه وکړئ د مطالعې د پاره داسې کتاب انتخاب کړئ چې لوستل یې ګتور وي. سره له دې چې د کتاب د پوښ له مخې یې پر محتوا پرېکړه نه کېږي ؛ خو سرلیک یې څه نا څه پیغام لېږدوي. کله مو چې کتاب اخیستی لومړی یې ښه واړوئ راواړوئ چې په مطالعه ارزي که نه.

د عادي سړي په سپارښتنه کتاب مه اخلئ

کله مو چې کوم ملګري درته وویل چې پلانی کتاب اخلم, پیسې راکړه درته رایې وړم, دا کار مه کوئ ؛ ځکه ذوقونه مختلف وي, د چا به سیاسي کتاب خوښ وي. دچابه اقتصادي. دچابه فرهنګي. دچا به د ناولونو, د چا مینه ییزکتابونه خوښ وي

ناسا د سمندرونو او اتموسفیر د مطالعې په موخه سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

هڅه وکړئ، تر څو په یو غوره چاپېریال کې مطالعه وکړئ

د مطالعې د پاره د مناسب چاپېریال موندل اړین دي . مطالعه مو چې کوله داسې ځای کې مه کښينئ:  چې غامغال وي پکښې, ګڼه ګوڼه وي, یا هم کوټه تیت و پرک وي ؛ ځکه چې د کوټې تیتوالی ستاسو پام ځان ته اړوي, که لږ سلیقه اوزوق  هم ولرئ ؛ نو زړه مو ورته تنګېږي, مجبوره  پاکولو ته پیل وکړئ او مطالعه نیمه پاتې شي . ښه ده چې شاوخوا منظمه شي بیا مطالعه پیل کړئ.

هر کتاب په لوستلو نه ارزي

هڅه وکړئ چې د ژوند جوړولو او ذهني نارامۍ د له مینځه وړلو د پاره داسې کتابونه رانيسی چې د ژوند د بدلانه, مثبت فکر,  اروایي ارامۍ په اړه لیکل شوي وي ؛ کچېرې ذهین هم یاست ؛ خو تجربې اختلافي وي او باید سره شریکې شي.

نور ولولئ:  د څو ژبو زده کړه، اغېزې او د لا ډېرې پوهې سرچینه

نور ولولئ: د مطالعه کول د نیچه، شوپنهاور او ژاک دریدا له نظره

په لوږه او تنده کې کتاب مه لولئ

مطالعه په داسې وخت کې وکړئ چې اشتها مو نه وه ( ماړه وئ) , یا هم د ناڅاپي لوږې بندوبست وکړئ ؛ همداسې د تندې غمه هم وخورئ. که روغ رمټ یاست د مطالعې پر وخت له خوراک څښاکه ډډه وکړئ, که د معدې ناروغي لرئ ؛ نو ښه ده چې پورتنۍ خبرې عملي کړئ.

فکر راټول او یو ځای کړئ

د مطالعې پر وخت باید ذهناً او فکراً په کتاب کې وئ ؛ ځکه تیت و پرک فکر مو سردرد کوي او مطالعه هم اغېزناکه نه وي. ټول تمرکز پر هغه څه وکړئ چې لولئ یې.

ډېرې سندرې مه اورئ

مطالعه مو چې کوله ګوشکي ایسته کړئ, سندرې مه اورئ ؛ ځینې کسان شته چې هم مطالعه کوي هم اوږې  ښوروي. هم سرښوروي داسې مطالعه هېڅ اغېز نه پرېباسي.

تلویزیون باید بند وي

مطالعه مو چې کوله یا تلویزیون بند کړئ یا هم داسې خونه کې مطالعه وکړئ چې هلته تلویزیون نه وي. که سترګې مو تلویزیون ته نیولې وي او لاس کې مو کتاب وي, وخت مو ضایع کېږي.

څنګه په ۲۰۲۴ کال کې انلاین پیسې وګټو؟

مطالعې ته ځانګړی وخت ورکړئ

د مطالعې د پاره باید وخت ځانګړئ شي. کولای شئ د شپې ناوخته یا سهار وختي مطالعه وکړئ ؛ ځکه دې دوو وختونو کې حافظه اپډېټ ( تازه)  وي او مالومات ژر اخیستی شي.

د شپې ناوخته ناولونه یا نور داستانونه مه لولئ

د شپې ناوخته د مطلق سکون او ارامتیا وخت وي ؛ نو که تاسو مینه ییز داستان ولولئ, احساسات مو ژر راپارېږي, کېدی شي د غمجنې پېښې په لوستو خواشیني شئ او خپګان د اروایي تعادل د ګډوډۍ لامل ګرځي.

اونۍ کې یو کتاب خامخا ولولئ

له هرې مطالعې وروسته یوه نوې تجربه کسب کېږي  , نوې خبره زده کېږي او راتلونکي لپاره ښه پلانونه جوړېدی شي. هره اونۍ کې د یوه کتاب په لوستو سره مو د پوهې کچه ډېرېږي.

هم مطالعه وکړئ او هم ټولنیز واوسېږئ

مطالعه او اړیکې یو ځای پر مخ بوځئ . ځینې کسان دومره په مطالعه کې ورک وي چې کله سر راپورته کړي ځان یوازې ویني . هم مطالعه کوئ , هم اړیکې وپالئ ؛ ځکه ډېره مطالعه او لږ اړیکې ښه نه وي . ورو ورو مو د ګووښه توب خواته بیایي.  داسې نه چې څو ورځې وروسته یو ملګری ووینئ, د ستړي مشي  پار ه مازې لاس وښوروئ او بېرته پر کتاب سرکښته کړی.

مثبت اخذ وکړئ

کله مو چې مطالعه کوله, یوازې د ذوق خړوبولو د پاره یې مه کوئ. تر هرې مطالعې وروسته حد اقل دوې دقیقې غور وکړئ چې څه مې ولوستل, ولې مې ولوستل او څه مې زده کړل.

په مطالعه کې یادښتونه واخلئ.

که مو سافټ مواد لوستل, اړین ټکي ترې ولیکئ ؛ که مو چاپي یا هارډ اثر لوسته , تر مهمو پېښو یا خبرو لاندې کرښه وباسئ. چې پکار مو شول, سرګردانه به نه وئ, مستقیم به یاداښتونو ته مراجعه وکړئ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button