نړیوال خبرونه

د نجونو تړلي ښوونځي؛ دیني عالمانو او حامد کرزي یي یو ځل بیا د پرانیستو غوښتنه کړې

تر شپږم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي پرانیستل

افغانستان کې د دیني عالمانو له منځه دا ځل د ختیځې حوزې سلګونو عالمانو په یوه غږ د طالبانو له حکومته وغوښتل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.

دوی په کونړ ولایت کې سره غونډه شوي وو او یو شمېر قومي مشرانو هم په دې غونډه کې برخه اخیستې وه

د ټول هیواد خلک له تعلیم څخه لیرې دي

د ولي والله په نوم یوه ګډون کوونکي د طالبانو حکومت ته په خطاب سره وویل، په هېڅ پلمه دې نجونې له تعلیمه نه بې برخې کوي. ولي والله وايي: د فساد د ختمېدو په نوم باندې دې د ټول ملک دغه وګړي له تعلیمه نه ګرځوي. ځکه مونږ زنانه ډاکټرې ته اړتیا لرو. همدارنګه یوه بل ګډون کوونکي ګل میران د نجونو تعلیم د هغوی اسلامي او انساني حق وګاڼه او وویل: “دا زمونږه حق دی، باید په اسلامي بڼه او اسلامي اوصول پر بنسټ د ښځو ښوونځي خلاص شي چې مونږ د نړیوالو له پړې ووځو

نور یی ولوله | ملګري ملتونو د پکتیکا او خوست زلزلو د لاملونو پیدا کولو لپاره هڅې کوي

نور یی ولوله | ملا هیبت الله: پر چارواکو له واقعيته لېرې نقد کول شرعي جواز نه لري

د بشري حقونو د څار ټولنې ویلي و چې ښوونځيو ته د نجونو نه پرېښودل يې نه يوازې دوى ته، د دوى کورنيو او هم د افغانستان راتلونکي ته خورا بدې پايلې لري.له دې مخکې د بېلابېلو غونډو له لارې د افغانستان یو شمېر نورو دیني عالمانو هم د طالبانو له حکومته غوښتي و چې د ټولو نجونو ښوونځي پرانیزي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کونړ د عالمان غونډه او غوښتنه ستایلې ده او ده هم ورسره غبرګه کړې چې د طالبانو حکومت باید د نجونو ښوونځي پرانیزي. ښاغلي کرزي په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي: “د هېواد پرمختګ او ابادي د نجونو او هلکانو په تعلیم پورې تړلې ده او له اسلامی سرپرست حکومت نه غواړي چې پدې اړه د هېواد د علماوو او مشرانو غږ ته احترام وکړي او د نجونو ښوونځي بیرته پرانیزي څو په دې توگه د پردیو شوم اهداف ناکام او خپل خلک او هېواد د روښانه راتلونکې خاوندان کړو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button