Uncategorized

ملا هیبت الله: پر چارواکو له واقعيته لېرې نقد کول شرعي جواز نه لري

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخونزاده وايي، پر چارواکو یې بې “ځايه تورونه لګول او له واقعيت لېرې نقد کول شرعا جواز نه لري.

نوموړي پر طالب چارواکو د ده په ټکو “د بېځايه تورونو او د هغوی د بې قدره کولو د مخنيوي په موخه” ځینې لار ښوونې خپرې کړې دي او پکې ویل شوي: ” شايعات خپرول په اسلام کې ځای نه لري او د مسلمانانو تر منځ هم د کرکې او نفرت سبب کېږي، اعتبار او باور له منځه وړي او همتونه کمزوري کوي. د طالبانو مشر ته منسوبه اعلامیه کې له خبریالانو او خپلو طالبانو غوښتل شوي چې لارښوونې یې پلې کړي او دا یې د هغوی “شرعي مسوولیت” بللی.

که څوک یو عسکر ته لاس واچوي، یا د هغه جامې وڅیړي، یا یې ځوروي، هغه به مجازات شي

د طالبانو د مشر له خوا په دغو لارښونو کې همدا ډول راغلي، “که څوک عسکر ته لاس واچوي، يا يې جامې وڅيري او يا هم ښکنځلې ورته وکړي سزا به ورکول کېږي. د دغو لارښونو له مخې د طالبانو د قضايي محکمې سپکاوي کوونکي ته قاضي سزا ورکولی شي. خو دا نه دي ویل شوي چې که څوک د طالبانو د مشر له دغو لارښوونو سرغړونه وکړي، سزا به یې څه وي.

دا هم ولولئ:  فضلي: دولسمشرغني او عبدالله ترمنځ سیاسي کړکېچ به ډېرژرحل شي.

نور یی ولوله | پاکستان او افغانستان د بس سروسونه پیلوي

نور یی ولوله | کلداره څومره خپل ارزښت له لاسه ورکړ

تر دې وړاندې هم د طالبانو مشر خپلو حکومتي چارواکو او خپلو ځواکونو ته ځینې نورې لار ښوونې کړې وې او له خلکو سره یې د نېک چلند غوښتنه ترې کړې وه. د طالبانو د مشر دغه لارښونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو مياشتو کې له رسنيو او مدني فعالانو سره د طالبانو د چلند په اړه نيوکې ډېرې شوې دي.

څو مياشتې وړاندې يو سياسي شنونکی او د کابل پوهنتون استاد فيض جلال له دې امله طالبانو نیولی و چې په یوه تلویزیوني خپرونه کې یې پر یوه طالب چارواکي توندې نېوکې کړې وې. هغه مهال د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي وو، نوموړی د هغو خبرو د وضاحت لپاره نيول شوی چې په ټولنيزو رسنيو کې يې خلک د نظام پر ضد هڅول او “د انسانانو له عزت سره يې لوبې کولې.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button