نړیوال خبرونه

د نجونو پر زده ‌کړو د بنديز دوام؛ نړيوالو سازمانونو پرې غبرګونونه ښودلي

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونيسف د طالبانو هغه پرېکړه خواشینوونکې بللې چې یو وار بیا یې نجونو ته د ښوونځیو د تګ اجازه نه‌ ده ورکړې

یونيسف پرون له نیویارک نه په یوه اعلامیه کې يو ځل بیا د طالبانو پر چارواکو غږ وکړ چې ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخه ونه نیسي.

د یونېسف په وینا د طالبانو دا ناروا پرېکړه د دې سبب شوې چې څه باندې د یو ميلیون نجونو خوبونه په اوبو لاهو شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال بیا له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو له حضور پرته پیل شو.

دې پرېکړې ګڼې نجونې نهیلې کړې دي

د دوولسم ټولګي يوه زده کوونکې وايي: “له طالبانو غواړو چې زموږ ښوونځي خلاص کړي، موږ هم د هلکانو غوندې حق لرو، بشري حقوق لرو، کالي او حجاب مو اسلامي دي، له دې سره مو راتلونکی خرابېږي او ضایع کېږي.”

یونيسف وايي چې په افغانستان کې نجونې څه باندې درې کاله کېږي چې له تعلیم نه بې ‌برخې دي چې لومړی د کرونا وبا له کبله او نږدې دوه کاله نور د طالبانو د بندیزونو له کبله.

طالبانو د ۲۰۲۱ ميلادي کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه‌ ده ورکړې او په تېره ډسمبر میاشت کې یې نجونې او ښځې د پوهنتون له زده‌کړو هم منع کړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما هم یو وار بیا له طالب چارواکو وغوښتل چې د نجونو او ښځو په وړاندې ټول محدودیتونه لرې کړي

یوناما پرون سه‌ شنبه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، دوی پر افغانستان له واکمنو طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو په وړاندې دې له ټولو تبعیضي پالیسیو په شا شي.

یوناما ویلي چې دغه پالیسۍ نه یوازې د نیمایي نفوس هیلې وژني بلکې افغانستان ته لوی زیان رسوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې پرون ناوخته په یوه ټویټ کې لیکلي، دا دویم کال دی چې افغان نجونې د زده ‌کړو له اساسي حقه بې‌ برخې کېږي.

نور ولولئ: د پوهنې وزارت: یونیسف به راتلوونکې اونۍ په افغانستان کې ښوونکو ته معاشونو ورکړي

دغې ادارې لیکلي، دا اقدام د میلیونونو نجونو خوبونه او هیلې په اوبو لاهو کوي، دغه راز افغانستان له نورې بې ‌وزلۍ او زیانونو سره مخامخوي.

په افغانستان کې نجونو څو څو ځله د تعليم، تحصيل او کار د حق غوښتلو لپاره لاريونونه کړي.

ځینو نورو نړیوالو سازمانونو هم د طالبانو تازه پرېکړه غندلې خو د دې ډلې په وړاندې یې د کوم جدي اقدام خبره نه‌ ده کړې.

په همدې حال کې اروپايي ټولنې د مارچ د اتمې په درشل کې د طالبانو پر دوو چارواکو: د لوړو زده‌کړو پر سرپرست وزیر ندا محمد ندیم او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر سرپرست وزیر محمد خالد حنفي بندیزونه ولګول چې دوی ته د ویزو ورکړه منع کېږي او په دې ټولنه کې یې شتمنۍ کنګل کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button