افغانستانسیمه

د نشه‌يي توکو ډېرېدل؛ طالبان د تاجکستان ولسمشر څرګندونې ناسمې بولي

تاجکستان او ایران په وار وار اندېښنه ښودلي چې افغانستان کې د نشه یي توکو تولید او قاچاق سیستماتیک شوی

د منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د نشه یي توکو او د داعش له ګواښ ویره لري، خو طالبان بیا د دوی اندېښنه بې اساسه بولي.

د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، له افغانستانه د نشه‌یي توکو قاچاق په بې‌سارې توګه زیات شوی دی. د نوموړي په وینا، د تاجکستان سرحدي ځواکونو په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره پر پولې له لسو ټنو ډېر نشه‌یي توکي نیولي دي.

نور ولولئ: تاجکستان؛ طالبان دروغ وايي چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه کوو

هغه زیاته کړې: «په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان له خاورې د نشه‌يي توکو قاچاق څو برابره زیات شوی. د تاجکستان واکمنو چارواکو په دې موده کې له دغه هېواد سره پر پولې لس ټنه نشه‌يي توکي نیولي او دا د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیات دي.»

طالبان بیا دا تورونه بې بنسټه بولي

خو د طالبانو ویاند ذبېح‌الله مجاهد د تاجکستان د ولسمشر دا څرګندونې ردوي او وایي، د طالبانو له واکمنېدو سره له افغانستانه بهر ته د هر ډول نشه‌يي توکو د قاچاق مخه نیول شوې او په بشپړ ډول یې په هېواد کې د ورکولو لپاره سخته مبارزه روانه ده.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې په دوحه کې د اسلامي امارت له یوه پلاوي سره لیدلي دي.

نور ولولئ: ایران له افغانستانه د صنعتي نشه‌يي توکو قاچاق ډېرېدلو اندېښمن کړی

د ډېکر په خبره، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د نشه‌یي توکو د له منځه وړلو پر متقابلو اندېښنو، دوه‌اړخیزو مسایلو، د افغانانو پر ملاتړ، د نشه‌يي توکو د تولید پر مخنیوي، د روږدو پر درملنې او د نشه‌يي توکو پر بدیل کښت یې خبرې اترې کړې دي.

طالبانو رښتیا د نشه یي توکو کرکیله صفر کړې ده؟

په ورته وخت کې د نړیوال امنیت شنونکي وايي، طالبانو تر یوه بریده په هېواد کې د کوکنارو د کښت او قاچاق په مخنیوي کې بریالی شوی، خو په وینا یې، لا هم په هېواد کې د نشه‌یي توکو کښت شته او په بشپړه توګه یې د له منځه وړلو لپاره سیمه‌ييزې همکارۍ ته اړتیا ده.

د نړیوال امنیت شنونکی سیدمقدم امین زیاتوي: «د تېرو دوو کلونو پر مهال د کوکنارو د کښت او قاچاق مخنیوي برخه کې جدي مبارزه وشوه. هېڅوک یا ډله په ښکاره ډول دغه کار نه‌شي کولای، خو لا هم په نړیواله کچه د یوې ستونزې په توګه یادېږي او اړتیا ده چې د ورکولو لپاره یې د سیمې په کچه ګډه مبارزه وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو له نشه‌یي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په یوه راپور کې ویلي و چې افغانستان په نړۍ کې د متامفتامین تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی او ګاونډیو هېوادونو ته د دغو توکو قاچاق نږدې ۱۲ سلنه ډېر شوی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button