نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د نوبل جایزې کله تاسیس شوه؟

نن ورځ (نومبر ۲۷) د نوبل جایزې د تاسیس ورځ ده

تاسو به د نوبل مشهورې جایزې په اړه اورېدلي وي چې په نړۍ کې نوښتګرو، علماوو او نورو د کار خلکو ته ورکول کېږي، خو په دې به یې نه یاست خبر چې نوبل جایزه کله او چېرې رامنځته شوې ده؟

له نن څخه ۱۲۸ کاله پخوا د ۱۸۹۵ کال د نوومبر په ۲۷ مه سویډني کیمیاپوه، انجنیر او د باروتو مخترع الفرید برنارد د نوبل جایزه اعلان کړه.

نور ولولئ: نوبل جایزه نرګس محمدي ته ورکړل شوه

دا جایزه په لومړي ځل د ښاغلي نوبل له مړینې پنځه کاله وروسته په ۱۹۰۱م کال کې ورکړل شوه. د اقتصاد د نوبل جایزه، د سویډن مرکزي بانک په ۱۹۶۸ کال کې د ښاغلي الفرد په درنښت او یاد د اقتصاد د برخې د نوبل جایزه وټاکله، چې رسمي نوم یې” په اقتصاد کې د سویډن د بانک جایزه” دی.

ددې جایزې پرېکړه کوونکو مشخصول

ښاغلي نوبل په ۱۸۹۵ کال په خپل وصیت کې د دې جایزې پرېکړه کوونکي مشخص کړي دي. د هغه د وصیت په اساس، د ستاکهولم د کارولینسکه انستیتوب د طب، د سویډن د شاهي علومو اکاډمۍ د فزیک او کیمیا او د سویډن اکاډمي د ادبیاتو د برخې ګټونکي ټاکي او اعلانوي.

ښاغلي نوبل په خپل وصیبت کې د سولې د جایزې د ګټونکي پرېکړه، هغه پلاوي ته سپارلي چې د ناروې پارلمان یې ټاکي، خو دا یې نه دي ویلي چې ولې یې د سولې د نوبل د جایزې پرېکړه ناروي ته پرې ايښې ده.

نور ولولئ: د کرونا ضد واکسین جوړونکو د نوبل جایزه وګټله

هغه مهال چې الفرد نوبل د دې جایزې د ټاکلو غوښتنه کوله، سويډن او ناروې د یوه اتحاد غړي وو چې بیا په۱۹۰۵ کال له دغه اتحاد څخه ووتل. ناروې په سیمه کې یو سوله خوښي هېواد بلل کېده او سویډن پر خپلو ګاونډیانو د یرغلونو تاریخ درلود، شاید په همدې دلیل ناروې ته د سولې د جایزې د ورکولو پرېکړه سپارل شوې وي.

د نوبل جایزې ته کاندیدان

په نړۍ کې زرګونه کسان دې جایزې ته کاندیدان وي چې د پوهنتون استادان، وکیلان، د نوبل د جایزې مخکني ګټونکي او په خپله د نوبل د جایزې د ټاکونکو کمېتو ځينې غړي وي. د اصولو له مخې پرېکړه کوونکي باید د نوبل جایزې د کاندیدانو هویت تر ۵۰ کلونو پورې وساتي.

د ګټونکي تر اعلان مخکې، پرېکړه کوونکي حق نه لري، چې د ګټونکو په اړه خبرې وکړي، خو کله ناکله هغوی چې دې جایزې ته نور کسان کاندیدوي، خپله پرېکړه په ډاګه کوي.

نوبل د ۱۸۳۳ کال د اکتوبر په ۲۱ د سویډن په ستاکهلم کې زېږېدلی او د ۱۸۹۶ د دسمبر په ۱۰ مه د ایټالیا په سان ریمو کې د ۶۳ کلونو په عمر مړ شوی دی.

خو ډېری بیا وايي چې نوبل جایزې غیر مسلمانو وګړو ته ډېرې ورکول کېږي، خو دا هسې اوازې دي ځکه نوبل جایزه هغه چاته ورکول کېږي چې په رښتیني مانا یوه لاسته راوړنه ولري او هغه د ټولنې د بهبود سبب کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button