لوبې خبرونه

د نور علي ځدراڼ پنځوسیزه او د اظهار الحق زبردسته توپ اچونه وکړه

پامیر زلمي سپین غر ټایګرز ته ۱۲۶ منډې هدف وټاکه

نور علي ځدراڼ د پامیر زلمي لپاره پنځوسیزه ووهله او اظهار الحق نوید بیا د سپین غر پړانګانو لپاره زبردسته توپ اچونه ترسره کړه چې پامیر زلمي د سپین غر پړانګانو ته د ۱۲۶ منډو هدف وټاکه.

د کرکټ لیګ د پامیر زلمي او سپین غر ټایګرز ترمنځ د کابل په کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي

د شپږیزې کرکټ لیګ نهمه لوبه د کابل کرکټ لوبغالي کې د پامیر زلمي او سپین غر پړانګانو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. د لوبې په پیل کې پړانګانو د لوبې پچه وګټله او لومړی یې زلمي ته د توپوهنې بلنه ورکړه. پامیر زلمي په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۴ منډې وکړې، چې له ډلې یې یوازې نور علي ځدراڼ ښه توپوهنه ترسره کړه او ۶۷ منډې یې ترلاسه کړې، همدا راز فضل ځاځي ۱۹ منډې وکړې. 

نور یی ولوله | محمد نبي او زوي ېې هم په شپږيزه کې لوبیږي

نور یی ولوله | د بادغیس دیني عالمان د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کوي

د سپین غر پړانګانو له خوا نه اظهار الحق نوید زبردسته توپ اچونه وکړه او په ۴ اورونو کې یې د ۲۳ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي وسوځول. همدا راز فرید احمد او یمین احمدزي ۲-۲ او شرف الدین اشرف ۱ ویکټ واخیسته. تر لنډې دمې وروسته به سپین غر پړانګانو د ۱۲۶ منډو هدف په تعقیب مېدان ته د توپوهنې لپاره راکوز شيد یادولو وړ ده، چې سپین غر پړانګانو دوه لوبې مخکې ترسره کړي دي، چې په لومړۍ لوبه کې یې مس عینک ته د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړې وه او په دویمه لوبه کې یې کابل بازانو ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړې وه.

همدا راز د پامیر زلمي لوبډلې هم دوه لوبې مخکې ترسره کړې دي، چې په لومړۍ لوبه کې یې د بوست ساتونکو څخه د ۶ ویکټو په توپیر ماته خوړلې وه او په دویمه لوبه کې یې د هندوکش ستورو څخه د ۲۹ منډو په توپیر ماتې خوړلې وه. نن به وکتل شي، چې سپین غر پړانګان دریمه بریا خپلوي او که نه پامیر زلمي به په شپږیزه کرکټ لیګ کې خپله لومړنۍ بریا ثبت کړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button