نړیوال خبرونه

د نولس کلنو لوبډلې له هغه څلور تنو څخه دوه بېرته هېواد ته راستانه شوي، چې انګلستان کې یې پناه اخیستې وه

د نولس کلنو لوبډلې له هغه څلور تنو څخه دوه بېرته هېواد ته راستانه شوي، چې انګلستان کې یې پناه اخیستې وه. په یادو څلور تنو کې درې کارمندان او یو لوبغاړی شامل و.

د بي سي سي پښتو خبریال ایمل پسرلې د یوې سرچینې په حواله ویلي دي، چې له هغه څلور تنو څخه دوه تنه بېرته هېواد ته ستانه شوي، چې د نولس کلنو نړیوال جام له سیالیو وروسته هېواد ته له راستنېدو وروسته انګلستان کې پاتې شوی و.

هغه لیکلي:”د افغانستان په کرېکټ بورډ کې یوې سرچینې راته وویل له هغو څلورو کسانو څخه دوه بېرته هېواد ته ستانه شوي چې د ۱۹ کلنو له کرېکټ جام وروسته په انګلنډ کې پاته شوي وو. ظاهرآ په پاته کېدو د پښېمانۍ له امله دغه ځوانان ستانه شوي دي. سرچینې وویل کرېکټ بورډ یې هرکلی کوي او هیله لري خپل هېواد کې کار ته دوام ورکړي. او بورډ به ورسره له همکارۍ دریغ ونه کړي.”

نور یی ولوله | د ۱۳۱ ښارګوټو د جوړونې او بیارغونې لپاره د ښار جوړونې وزارت طرحه

تر اوسه نه ده روښانه چې دا دوه تنه څوک دي خو کرکټ بورډ یې راتګ ته خوښي څرګنده کړې او له بورډ سره یې ورنه د همکار پاتې کېدو هیله څرګنده کړې او په غالب ګومان داسې ښکاري چې دوی به کارمندان وي.

د یادونې وړ ده دچې د نولس کلنو څخه د ټیټ عمر د لوبډلې یو لوبغاړي او د بورډ درې کار کوونکي د بریتانیې پایتخت لندن ته تښتیدلي او هلته یې د پنا غوښتنه کړې وه او ښایي د دې دوه تنو غوښتنه نه وي منل شوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button