د نړیوال جام غواروي پړاو ته د افغان لوبغاړو د لوبو مهالوېش

اړوند خبرونه:
د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو
د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې
کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه
کرکټ بورډ د ۲۰۲۶ کال د نوولس کلنو نړیوالو جام ته د لارموندنې لپاره د نوولس کلنو د کمعمره افغان کرکټ لوبډلې مهالوېش په ډاګه کړ.
کرکټ بورډ نن(شنبه، د وري ۲۳مه) د ۲۰۲۶ کال نړیوالو جام ته د لارموندنې لپاره له د نوولس کلنو د کمعمره افغان کرکټ لوبډلې مهالوېش په ډاګه کړ.
د نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام په غوراوي پړاو سبا په نیپال کې پیلېږي، او د افغان لوبډلې په ګډون په کې پنځه لوبډلې برخه لري.
د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، په یادو سیالیو کې پنځه لوبډلې برخه لري او هره لوبډله څلور لوبې ترسره کوي چې له مخې به یې مخکښه لوبډله د کرکټ نړۍوالې شورا د نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام سیالیو ته لار ومومي.
سرچینه همداراز زیاتوي چې د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به افغان لوبډله سبا د (اپرېل ۱۳مه) په خپله لومړۍ لوبه کې د عمان د نوولس کلنې لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
باید وویل شي چې افغان نوولس کلنو ځوانانو دوه ورځې وړاندې د درو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ (۲-۱) په مقابل کې، د نیپال نوولس کلنۍ لوبډلې څخه وګټله.
د یادولو ده چې د نوولس کلنو راتلونکي ۲۰۲۶ کال په لومړیو دوه میاشتو کې به په نمیبیا او زمبابوې هېوادونو کې ترسره شي.