لوبې خبرونه

د۲۰اوریز نړیوال جام نیمه پای‌لوبه؛ سویلي افریقا افغانستان ته په ۹ ویکټو ماته ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله بې خوبه ټرینیډاډ ته یې پرواز ۴ ساعته ځنډېدلی و

د کرېکټ نړیوال ۲۰اوریز جام پای‌لوبه کې افغان کرېکټ ملي لوبډله پر وخت لوبغالي ته نه وه رسېدلي، ځکه ددوی پرواز ۴ ساعته ځنډېدلی و او بل لوبغاړي بې خوبه وو.

د افغانستان او سویلي افریقا تر منځ د ټرینیډاډ او ټوباګو په براين لارا کرېکټ اکاډیمي لوبغالي کې د شل اوریز نړیوال جام سیالیو نیمه پایلوبه سویلي افریقا په نهو وېکټو وګټله. افغانستان د دې لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، خو په خورا چټکۍ سره وېکټې له لاسه ورکړې.

د لوبې تر ۱۱ اعشاریه پنځه اوور پورې افغان لوبډلې ۵۶ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې له ډګره بهر شول.

۵۶ تر ټولو لږې منډې

دا د شل اووریز نړیوال جام په یوه لوبه کې تر ټولو لږمنډې دي.

په ځوابي لوبه کې فضل حق فاروقي د افغانستان لپاره لومړۍ وېکټه واخیسته. نوموړي د سویلي افریقا کوینتن دیکاک د لوبې دویم اوور کې د پنځو منډو له جوړولو وروسته له لوبې بهر کړ.

نور ولولئ:  افغان کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه ۲۰اوریزه سیالۍ کې ایرلنډ مات کړ

نور ولولئ: کرکټ؛ د اماراتو پر وړاندې د رحمن الله ګربر جادوګره لوبه

نور ولولئ:  د افغانستان کرکټ بورډ له دریو لوبغاړو مرکزي قرارداد اخیستی دی

د لومړۍ وېکټې له بایلود وروسته د سویلي افریقا ریزا هینډریکس او لوبډلمشر ایډن مارکرم ښه ملګرتیا وکړه، د لوبې په نهم اوور کې یې هدف پوره کړ او په اسانۍ سره یې لوبه په نهو وېکټو لوبه وګټله.

afghan (85)
د نړیوال ۲۰اوریز نړیوال جام نیمه پای‌لوبه؛ سویلي افریقا افغانستان ته په ۹ ویکټو ماته ورکړه

په لومړي اور کې افغان لوبډلې ته ماتې ورګډېدل

مخکې رحمان الله ګوربز او ابرهیم ځدراڼ د افغانستان له لوري لوبه پیل کړه او رحمان الله ګوربز په لومړي اوور کې له هېڅ منډې پرته وېکټه له لاسه ورکړه.

د روان نړیوال جام سیالیو کې افغان لوبډلې لومړی ځل په لومړي اوور کې وېکټه له لاسه ورکړه.

ورپسې ګلبدین نائب هم نهه منډې وکړې او وسوځېد، بیا ابراهیم ځدراڼ هم له میدانه بهر شو او بیا محمد نبي هم خپله وېکټه له لاسه ورکړه. ننګیال خروټی پنځم لوبغاړی و، چې وېکټه یې له لاسه ورکړه.

د لوبې په شپږم اوور کې عظمت الله عمرزی هم د لسو منډو له جوړولو وروسته وسوځېد. د لسم اوور پر درېیم توپ کریم جنت هم وسوځېد، چې له راشد خان سره یې ملګرتیا کوله. په ده پسې د راشد خان ملګرتیا ته راغلي نور احمد او نوین الحق هم له لوبې بهر شول.

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د افغان لوبډلې پرواز ځنډېدل او د لوبغاړو بې خوبي کېدای شي د ښې لوبې د نه کولو لامل شوي وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button