نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د نړۍ تاریخي وباګانې

نړۍ کې وباګانو د انسانانو د خلقت څخه تر اوسه پورې په انسان سخت وختونه تېر کړي دي، همدې وباګانو ډېر کله د تاريخ مسير بدل کړی دی، وباګانو تل انسانان سخت ځپلي او کله کله يې بيا د لويو امپراتوريو او مدنیتونو پای هم راوستلی دى.

د ميلاد څخه وړاندې وباتقريباً ۵ زره کاله وړاندې په چين کې يو کلی وبا په کامل ډول له منځه يوړ، د وژل شويو خلکو بدنونه وروسته په يو کور کې راټول او وروسته ورته اور واچول شو، تاريخ پوهان وايي دا سيمه د چين په شمال ختيځ کې د هامين مانګاح سیمه وه، ويل کېږي دغلته وبا دومره په چټکۍ خورېده چې دغلته موجود خلک یې په ډېر لنډ وخت کې له منځه یوړل او بيا په دې سيمه کې د ژوند اثار ونه ليدل شول.د هامين منګاح د کشف څخه مخکې د چين په شمال ختيځه برخه کې يوه بله د مړو لویه هديره چې په ډليز ډول پکې د مړو د بدنونو پاتې شوني موجود و هم کشف شوه، پوهان وايي مياوزيګو سيمه هم ددې وبا قرباني شوې او وبا ټوله سيمه تخريب کړې ده.

د اتن وبا د ميلاد څخه ۴۳۰ کاله وړاندې د ميلاد څخه ۴۳۰ کاله وړاندې په يونان کې يوه وژونکې وبا رامنځته شوه، یوناني تاريخ پوه Thucdies وايي چې ددې وبا په پايله کې تر ١٠٠ زره زياتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، د دغه تاريخ پوه په وينا په اتن کې په ناڅاپي ډول په انسانانو کې ډېره لوړه تبه، د سترګو سور والی او التهاب، د خولې او ستوني وینې کېدل، د نفس يو چټل بوی، رامنځته شو.

د دې وبا د ډول د تشخيص کولو لپاره ساینس پوهانو ډېر زيات وخت څېړنې او سپړنې وکړې خو دقیق تشخيص یې لا تراوسه هم نه دی موندل شوى

د انتوني وبا ۱۶۵-۱۸۰ پريل پوډسي چې د مانچسټر پايتخت پوهنتون کې د تاريخ پوهنتون استاد و، د خپل کتاب (د منځنيو پېړيو نا اهلي) کې ليکي چې د روم عسکرو د پارت د شاهي دولت سره د جګړې وروسته چې د روم عسکر کله د روم امپراتورۍ پلازمېنې ته راغلل نو دغه وبا یې له ځان سره راوړه، پوهان دا وبا سرخکانو ته ورته شی ګڼي، خو تاریخ پوه پوډسي بيا وايي چې دې وبا د ۵ ميليونو څخه زيات انسانان له تېغه تېر کړل.

توره وبا ۱۳۴۶-۱۳۵۳ توره وبا د نړيوالو يوه ستره قاتله بلل کېږي، ويل کېږې دا وبا د اسيا څخه اروپا ته سرایت وکړ او د اروپا د لویې وچې نيمايي نفوس یې له منځه يوړ، پوهان وايي چې دې وبا د يرسینا پېستيس له باکتريا څخه سرچینه اخيستې وه، چې اوس یې نسل ختم شوی دى.

د هسپانیې وبا ۱۹۱۸-۱۹۲۰ ويل کېږي چې په دې وبا ۵۰۰ ميليونه خلک ککړ شوي و، د دې څخه د هرو پنځو نه يو کس مړ شوی و، د لومړي نړيوال جنګ په جريان کې د سالمې تغذیې نه شتون، په بدو‌ او سختو شرايطو کې د عسکرو تګ راتګ د دې ويروس خپراوی او تاثير نور هم زيات کړ، که څه هم دغه وبا ته د هسپانیې وبا ويل کېږي خو په لوی احتمال دا وبا په هسپانیا کې رامنځته نه شوه، ځکه د نړيوالې جګړې په مهال هسپانيه يو بې طرفه هېواد و او که داسې کومه وبا په دې هېواد کې منځته راغلې وای نو بېدون له سانسور یې رسنیو خپروله.

د ایډز وبا د ۱۹۸۱ څخه تراوسه د هغه ورځې چې ايډز خور شوی دی په نړۍ کې یې ۳۵ ميليونه خلکو څخه ژوند اخيستى، داسې اټکل کېږي چې د ايډز ويروس په لومړي ځل په ۱۹۲۰ کال کې د شماپنزو څخه انسانانو ته په غربي افريقا کې سرایت وکړ، داسې تخمين کېږي چې هغه خلک چې د ايډز ويروس لري ۶۴ سلنه یې د غربي افريقا په لاندینيو برخو کې اوسېږي. دغه ويروس قطعي سل سلنه تداوي نه لري، خو په ۱۹۹۰ ميلادي کال کې داسې درمل جوړ شول چې ناروغ کولی شي نورمال ژوند ته دوام ورکړي او د مرګ څخه خلاص شي، خو دا درمل به تل کاروي، تر نورو بيا ډېر هيله ورکونکی خبر دا چې په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې دوه کسان ددې ويروس څخه سل سلنه روغ شول

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button