ژوندسات تيري

د نړۍ د ډیرو پوهنتونونو لرونکي هېوادونه کوم دي؟

ډېر پوهنتونونه او علمي مرکزونه درلودل د ښه تمدن او پرمختګ ښکاره لاملونه بلل کيږي، موږ نن په دې ليکنه کې هغه لس هېوادونه درپيژنو چې ډېر پوهنتونونه لري

۱- هندوستان:

د هندوستان هېواد د نړۍ ترټولو ډېر پوهنتون لرونکی هېواد دی چې ۵۲۸۸ پوهنتونونه لري. د نړۍ ټولې مشهورې څانګې په هندوستان هېواد کې تدریسیږي خو د هندوستان په ټولو تحصيلي څانګو کې طب پوهنځی تر نورو ډېر مشهور دی.‌ نه يوازې د هندوستان هېواد بلکې د نږدې ټولې نړۍ زده‌کړيالان په هندوستان کې زده‌کړې کوي.

۲- د امریکا متحده ایالات:

د امريکا هېواد د نړۍ دويم هېواد دی چې تر هندوستان وروسته ډېر پوهنتونونه لري. په امريکا کې اوس مهال ۳۲۱۶ پوهنتونونه شته دي. د نړۍ تر ټولو با اعتباره او مشهور (هاروارډ) پوهنتون په امريکا کې دی.

۳- اندونيزيا:

اندونيزيا هېواد د ډېرو پوهنتونونو په لرلو سره د نړۍ په ټولو هېوادونو کې دريم ځای لري. د اندونيزيا په هېواد کې ۲۵۹۵ پوهنتونونه دي چې بېلا بېلې تحصيلي څانګې پکې تدریسیږي.

۴- چين:

چین سره له دې چې د نړۍ دويم اقتصادي او دويم ډېر نفوس لرونکی هېواد دی خو د ډېرو پوهنتونونو لرونکو هېوادونو په قطار کې يو څه وروسته او څلورم مقام لري. چين اوسمهال ۲۵۶۵ پوهنتونونه لري چې تر ډېره خپل چينايي زده‌کړيالان پکې زده‌کړې کوي.

۵- برازيل:

د امريکا په لويه وچه کې پروت برازيل هېواد د نړۍ په کچه پنځم هېواد ګڼل کیږي چې ډېر پوهنتونونه لري. د برازيل هېواد ۱۲۹۷ پوهنتونونه لري.

۶- مکسيکو:

مکسيکو د نړۍ شپږم هېواد او د امريکا لويې وچې دريم هېواد دی چې ډېر پوهنتونونه لري. مکسيکو دا مهال ۱۱۷۳ پوهنتونونه لري او دغه لړۍ يې لا هم مخ په پراخېدو ده.

۷- جاپان:

جاپان د آسيا لويې وچې څلورم او د ټولې نړۍ اووم هېواد دی چې ډېر پوهنتونونه لري. جاپان د ۱۰۶۳ پوهنتونونو په لرلو سره اوس د نړۍ د ډېرو پوهنتونونو لرلو په لېست کې دی.

۸- روسيه:

روسيه د نړۍ اتم هېواد دی چې ډېر پوهنتونونه لري او د دوی د پوهنتونونو شمېر ۱۰۵۸ ته رسيږي. ډیری بهرني زده‌کړيالان چې روسيې ته ځي نظامي او د کمپيوټر ساينس پوهنځی لولي.

۹- ايران:

ايران هم د نړۍ ډېرو پوهنتونونو درلودلو په لېست کې ځان ته ځای موندلی دی چې اوس مهال د ۷۰۴ پوهنتونو په لرلو سره نهم ځای لري.

۱۰- فرانسه:

فرانسه لومړنی اروپايي هېواد او د نړۍ په سطحه لسم هېواد دی چې ډېر پوهنتونونه لري. په فرانسه کې اوس ۶۲۷ پوهنتونونه دي.

له دغو لسو هېوادونو وروسته جرمني، کاناډا او پولنډ هېوادونه ځای لري چې ډېر پوهنتونونه لري.

نور ولولئ: د نړۍ غوره پوهنتونونه چې په کې زده‌کړه د هر کس هيله ده

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button