نړیوال خبرونه

د هرات امنیتي غونډه کې پر ټولګډونه حکومت او د ښځو حقونو ته پر درناوي ټینګار

په تاجیکستان کې د “هرات د امنیتي خبرو اترو” غونډې ځينې ګډونوالو په افغانستان کې د پراخ‌بسټه حکومت پر رامنځته کولو، د ښځو حقونو ته په درناوي او د نشه یي توکو د قاچاق پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

د هرات د امنیتي خبرو لسمه غونډه د سه شنبې په ورځ د تاجیکستان په دوشنبه ښار کې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو د شارژدافېرې، د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي او د افغانستان او د سیمې د هېوادونو د یو شمېر سیاسي څېرو په حضور سره جوړه شوه. د غونډې ګډونوال نظیف شهراني وايي:«د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړېدو ته لاسرسۍ نه شو پیدا کولای او دا د نړۍوالۍ ټولنې یوه غوښتنه هم ده.

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافېره : 

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافېره وایي، چې واشنګټن غواړي د داسې افغانستان ملاتړ وکړي چې له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې وي. د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېره کارن دیکر څرګندوي:«دغه غونډه چې د هرات د امنیتي خبرو په نوم جوړېږي، د افغانستان، تاجیکستان او د سیمې د هېوادونو له استازو سره، د افغانستان د وضعیت په تړاو د بحث او د نظرونو د تبادلې لپاره یو ښه فرصت دی. زه نن دلته راغلې یم چې له هغو افغانانو نه د امریکا متحده ایالتونو ملاتړ یوځل بیا تکرار کړم چې له ځان او ګاونډيو هېوادونو سره په سوله کې وي.

نور یی ولوله | افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره غوره زیری

نور یی ولوله | د جاوید امیرخېل نوې سندره

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر نقض نیوکه کړې ده. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکلسون وویل:«په افغانستان کې ښځې له ډېرو ستونزو سره مخ دي او ان پارکونو ته د تګ اجازه نه لري، طالبان د ښځو د حقونو د ملاتړ مسوولیت لري او موږ له افغان ښځو خپل ملاتړ ته دوام ورکوو.

د اسلامي امارت ویاند: 

د اسلامي امارت ویاند د دې غونډې د یو شمېر ګډونوالو د خبرو په غبرګون کې وایي، چې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«د افغانستان اسلامي امارت د ټولو هېوادوالو حقونو ته متوجه دی، په ځانګړې توګه د ښځو ته، حقوق باید تعریف شي او په افغانستان کې د ښځو شرعي حقونه خوندي او محفوظ دي. د هرات په امنیتي غونډه کې د امریکا، اروپایي ټولنې او د سیمې د هېوادونو ۱۲۰ سیاسي څېرو او استازو ګډون کړی دی. دا لومړی ځل دی، چې دغه غونډه له افغانستانه بهر جوړېږي

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button