کورني خبرونه

د هرات په نوم امنتیتي کنفرانس که د یو شمېر معتصبینو بانډ

د هرات په نوم امنیتي کنفرانس د معتصبینو هغه بانډ دی چې مسایلو ته په کې له قومي زاویو کتل کېږي

داسې پتیل شوې چې نن او سبا په تاجکستان کې د هرات یوولسم امنیتي کنفرانس جوړ شي، خو په دې کنفرانس کې اکثره هغه څېرې دي چې د افغانانو په وینو یې لاسونه سره دي، کابل کې یې خپل منځي جګړو کې ونډه لري او کلک متعصبین بلل کېږي.

یو شمیر سرچینو د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې پخوانی جهادي قوماندان اسمعیل خان هم دې غونډه کې د کډون په موخه تاجکستان ته رسیدلی دی.

نور ولولئ: احمد مسعود او اسماعیل خان د طالبانو بهرنیو چارو له وزیر سره ایران کې کتلي

ټاکل شوې ده چې په دې غونډه کې د افغانستان پر اوسني وضعیت، جنسیتي توپیر، بشري مرستو او د ګاونډیو هیوادونو په رول بحث وشي.

په دې کنفرانس کې د پخواني جنګسلار زوی هم ګډون کوي

سره له دې چې تر اوسه پورې غونډې ته ور بلل شوي ټول ګډونوال مشخص نه دي خو د یو شمیر رسنیو د راپورونو له مخکې په دې غونډه کې به د اسمعیل خان تر څنګ د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم برخه واخلي.

د راپورونو له مخې، دې غونډې ته د ګډون په موخه طالبان هم غوښتل شوي خو دا تر اوسه نه ده معلومه چې طالب چاواکي به پکې برخه واخلي او که نه.

دې غونډې ته نړیوال هم بلل شوې

د هرات یوولسم امنیتي کنفرانس په رسمي بیانیو کې بیا ویل شوي چې تمه ده د امریکا او اروپايي هېوادونو په ګډون د سیمې او نړۍ د شاوخوا ۲۵ هېوادونو او د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په ګډون د څلورو سازمانونو استازي په دې غونډه کې برخه واخلي.

یو شمېر سرچینو تېر کال ویلي وو، چې اسمعیل خان ته د ایران حکومت له خوا د تاجکستان دوشنبې ته د سفر اجازه نه وه ورکړل شوې.

نور ولولئ: د ویانا غونډه:‌ افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شوی

دا غونډه له څه باندې لسو کلونو راهیسې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز په نوم د یوې ادارې له لوري جوړیږي.

د یادې ادارې مشري د داود مرادیان په نوم یو کس کوي.

نوموړی او ډله یې د افغانستان تاریخ او ډېرو نورو مسایلو ته له قومي لیده ویني، تر دې چې پښتو ژبې سره د حساسیت لپاره د افغانستان ملي سرود په خپلو غونډو کې نه غږوي او پر ځای یې په فارسي ژبه ځینې ترانې خپروي.

ویل شوي چې د هرات امنیتي کنفرانس غونډې ته د هرات پخوانی والي اسماعیل خان هم له ایرانه رسېدلی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button