کورني خبرونه

د همکارۍ پيل؛ د افغان حکومت سره د مرستو لپاره امریکا خپلو سازمانونو ته اجازه ورکړ

د همکارۍ پيل؛  د افغان حکومت سره د مرستو لپاره امریکا خپلو سازمانونو ته اجازه ورکړه

د امریکا د مالیې وزارت مجوز حکومتی او غيرحکومتی ادارو ته، د طالبانو او حقاني شبکې سره د بشري اړینو مرستو د معاملې اجازه ورکوي.

د راپورونو له مخی، جمعې په ورځ د امریکا  مالیې وزارت دوه جوازونه خپاره کړل، چې د طالبانواو حقاني شبکې سره، د بشري مرستو، درملو او کرنیزو محصولاتو  لېږدلو لپاره د ګډو عملیاتو اجازه ورکوي. دې  دوو مجوزو د خوراکي توکو او روغتیايي درملو بیا لېږد ته اجازه ورکړه.

دا هم ولولئ | راشد مانډوا او ویکټو ټریډینټس وګټله

د امریکا د شتمنیو اداره ټینګار کوي، چې مونږ پر طالبانو د بندیزونو فشار او نړیوال مالي سيسټم ته د هغوی لاسرسی نه دی بند کړی. د امریکا د خزانې  بهرنيو شتمنیو د څار مشرې اندریا ګاکي، په یوه وینا کې وویل:  مالیې وزارت ژمن دی، چې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو او نورو فعالیتونو جریان، چې د لومړنیو انساني اړتیاوو څخه دي، اسان کړي.

هېره دې نه وي چی امریکا په داسې حال کې دا جواز صادروي چې د واشنګټن تنبیهي اقدامات، په افغانستان کې انساني ناورین زیات کړئ او دې سره عام افغانان ېې په تشویش کې کړي وو.دويي خپل راتلونکي ته اندېښمن وو خو اوس تازه د امریکې لخوا د دې  جواز صادرېدو سره د عامو افغانانو تشویش رفع شو.

باید یاده کړو چې په ټولنیزو رسنیو کې عام افغانانو په دې اړه نظرونه ورکړي دي او دې ته خوشبین دي ځکه هر افغان بهرنیو مرستو ته سترګې په لار وو دې مرستو سره به افغانستان کې بشري فعالیتونو ته لار هواره شي او افغانستان به پرمختګ وکړي ځکه د افغانستان ۹۰ سلنه بودیجه د بهرنیو مرستو له لارې ورکول کیږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button