لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په لړ کې تېره شپه سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په ۱۹ مه لوبه کې سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې ته د ۲۳ منډو په توپير ماتې ورکړه

د آی پي اېل سياليو د پرونۍ لوبې پچه د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې لوبډلمشر نېټېش رنا وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

سنرايزرس حيدراباد لوبډله د توپ وهنې لپاره ميدان ته راښکته شوه.

د حيدراباد لوبډلې له لوري هاري بروک، آډین مرکرم او ابهيشک شرما ښه لوبه وکړه. هاري بروک په ۵۵ توپونو ۱۰۰ ناسوزيدلې منډې، آډين مرکرم په ۲۶ توپونو۵۰ منډې او ابهيشک شرما په ۱۷ توپونو ۳۲ منډې وکړې. د حيدراباد لوبډلې د ۲۰ اورونو لوبولو وروسته ۴ ويکټې له لاسه ورکړې او ۲۲۸ منډې يې جوړې کړې چې خپلې سیالې لوبډلې ته يې د ۲۲۹ منډو لوی هدف وټاکه.

د کلکتې لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې بيا انډر رسل، وارن چکرورټي او شرډل ټکور ښه توپ اچونه ترسره کړه. انډر رسل په ۲٫۱ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي يې وسوزول، په وارن چکرورټي په ۴ اورونو کې ۴۱ منډې ترسره شوې او يوه ویکټ يې ترلاسه کړه او شرډل ټکور بيا په ۰٫۵ اورونو کې ۱۴ منډې ورکړې او کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.

د کلکتې لوبډله د هدف ترلاسه کولو په موخه د لوبې په دويمه پاڼۍ کې ميدان ته راښکته شوه

د کلکتې لوبډلې د لوبې پيل ښه نه و، د دوی پيليز لوبغاړي زر وسوځېدل. د کلکتې لوبډلې له لوري د توپ وهنې په برخه کې لوبډلمشر نېټېش رنا، رېنکو سينګ او نرين جګډېسن ښه لوبه وکړه. لوبډلمشر نېټېش رنا په ۴۱ توپونو ۷۵ منډې، رېنکو سينګ په ۳۱ توپونو ۵۸ ناسوزيدلې منډې او نرين جګډېسن په ۲۱ توپونو ۳۶ منډې وکړې. د دوی ټولې لوبډلې د شل اورونو لوبولو وروسته ۲۰۵ منډې جوړې کړې او د ۲۳ منډو په توپير يې ماتې ومنله.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په لړ کې تېره شپه ګجرات لوبډلې پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه

د حيدراباد لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې مينک مارکنډا، مارکو جنسن او بهانشوار کومار تر نورو ښه لوبه وکړه. مينک مارکنډا په ۴ اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوزول، مارکو جنسن په ۴ اورونو کې ۳۷ منډې ورکړې او ۲ ويکټې يې ترلاسه کړې او بهانشوار کومار بيا په ۴ اورونو کې ۲۹ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

د لوبې غوره لوبغاړی هاري بروک وټاکل شو.

د نن لوبو له حاله هم خبر شئ

د هندوستان غوره ليګ په سياليو کې نن دوه لوبې ترسره کيږي، په لومړۍ لوبه کې رويل جلنجرز بنګلور لوبډله له ډهلي کپيټلس لوبډلې سره لوبه کوي. په دويمه لوبه کې لکناو سوپر جاينټ لوبډله له پنجاب کينګز لوبډلې سره لوبه کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button