لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په لړ کې تېره شپه ډهلي کپيټلس لوبډلې سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې تېره شپه د دغه سياليو په ۳۴مه لوبه کې ډهلي کپيټلس لوبډلې د ۷ منډو په توپير سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې ته ماتې ورکړه

د آی پي اېل سياليو د بيګانۍ لوبې پچه د ډهلي کپيټلس لوبډلې لوبډلمشر ډېويډ وارنر وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د ډهلي کپيټلس لوبډله د توپ وهنې لپاره ميدان ته راښکته شوه. د ډهلي کپيټلس لوبډلې له لوري منېش پانډيا، اکسار پټيل او ميچل مارش ښه توپ وهنه وکړه. منېش پانډيا په ۲۷ توپونو ۳۴ منډې، اکسار پټيل په ۳۴ توپونو ۳۴ منډې او ميچل مارش په ۱۵ توپونو ۲۵ منډې ترسره کړې. د ډهلي کپيټلس لوبډلې د شل اورونو له لوبولو وروسته ۹ ويکټې له لاسه ورکړې او ۱۴۴ منډې يې جوړې کړې چې خپلې سیالې لوبډلې ته يې د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په لړ کې تېره ورځ دوه لوبې ترسره شوې

د سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې له لوري واشنګټن سنډر، بهانشوار کومار او ټي ناټرجن ښه توپ اچونه وکړه. واشنګټن سنډر په ۴ اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي يې وسوزول، بهانشوار کومار په ۴ اورونو کې ۱۱ منډې ورکړې او ۲ ويکټې يې ترلاسه کړې او ټي ناټرجن په ۳ اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې او ۱ لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په دوام مومبيي لوبډلې حيدراباد لوبډلې ته ماتې ورکړه

د سنرايزرس حيدرآباد لوبډله د لوبې په دويمه پاڼۍ کې د هدف پوره کولو لپاره ميدان ته راښکته شوه

د سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې له لوري مينک اګروال، هينريج کلاسن او واشنګټن سنډر ښه توپ وهنه وکړه. مينک اګروال په ۳۹ توپونو ۴۹ منډې، هينريج کلاسن په ۱۹ توپونو ۳۱ منډې او واشنګټن سنډر په ۱۵ توپونو ۲۴ ناسوزيدلې منډې وکړې. د سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې د پوره شل اورونو لوبولو وروسته ۱۳۷ منډې جوړې کړې، ۶ لوبغاړي يې وسوزيدل او لوبه یې د ۷ منډو په توپير وبايلله.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په لړ کې تېره شپه چينای سوپر کينګ لوبډلې سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې ته ماتې ورکړه

د ډهلي کپيټلس لوبډلې له لوري اکسار پټيل، انريج نارټجي او اشنټ شرما ښه توپ اچونه وکړه. اکسار پټيل په ۴ اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوزول، انريج نارټجي په ۴ اورونو کې ۳۳ منډې ورکړې او دوه ويکټې يې ترلاسه کړې او اشنټ شرما په ۳ اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

د لوبې غوره لوبغاړی اکسار پټيل وټاکل شو چې ښه توپ وهنه او ښکلې توپ اچونه يې وکړه.

د نن لوبې له حاله هم خبر شئ

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې نن يوه لوبه ترسره کيږي چې ګجرات ټايټنس لوبډله له مومبيي اينډينس سره لوبه کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button