لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره شپه مومبيي لوبډلې بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په دوام د دغه سياليو په ۵۴ مه لوبه کې مومبيي اينډينس لوبډلې، رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه

د آی پي اېل سياليو د بيګانۍ لوبې پچه د مومبيي اينډينس لوبډلې لوبډلمشر روهيت شرما وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د رويل جلنجرز بنګلور لوبډله لومړی توپ وهنې ته رادعوت شوه، د دوی له لوري ګلين مکسويل، فاف ډوپليسېس او ډېنېش کارټيک ښه توپ وهنه وکړه. مکسويل په ۳۳ توپونو ۶۸ منډې، ډوپليسېس په ۴۱ توپونو ۶۵ منډې او کارټيک په ۱۸ توپونو ۳۰ منډې جوړې کړې. د بنګلور لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو سره ۱۹۹ منډې جوړې کړې، ۶ لوبغاړي يې وسوزيدل او سيالې لوبډلې ته يې د ۲۰۰ منډو هدف وټاکه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره شپه کلکتې لوبډلې پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه

د رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې له لوري جسون بهرنډروف، کمرون ګرين او کومار کارټيکيا ښه توپ اچونه وکړه. بهرنډروف په ۴ اورونو کې ۳۶ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي يې وسوزول، ګرين په ۲ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او يوه ويکټ يې ترلاسه کړه او کارټيکيا په ۴ اورونو کې ۳۵ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې ګجرات ټايټنس لوبډلې راجستان رويلس لوبډلې ته ماتې ورکړه

د رويل جلنجرز بنګلور لوبډله د هدف پوره کولو لپاره ميدان ته راښکته شوه

د مومبيي اينډينس لوبډلې له لوري بيا سورياکومار يادو، نېهل وډهيرا او اېشن کېشن ښه توپ وهنه وکړه. يادو په ۳۵ توپونو ۸۳ منډې، وډهيرا په ۳۴ توپونو ۵۲ ناسوزيدلې منډې او اېشن کېشن په ۲۱ توپونو ۴۲ منډې جوړې کړې. د بنګلور لوبډلې د لوبې په ۱۷ اور کې ورکړل شوی هدف پوره کړ او ۴ لوبغاړي يې وسوزيدل.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره ورځ دوه لوبې ترسره شوې

د رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې له لوري ويشک وېجې کومار، ونېنډو هسرنګا او محمد سراج ښه توپ اچونه وکړه. کومار په ۳ اورونو کې ۳۷ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوزول، هسرنګا په ۴ اورونو کې ۵۳ منډې ورکړې او دوه ويکټې يې ترلاسه کړې او سراج په ۳ اورونو کې ۳۱ منډې ورکړې او کوم لوبغاړی يې له ډګره بهر نه کړ.

د نن لوبې له حاله هم خبر شئ

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې نن يوه لوبه ترسره کيږي چې چينای سوپر کينګ لوبډله له ډهلي کپيټلس سره لوبه کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button