لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې ګجرات ټايټنس لوبډلې راجستان رويلس لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې د دغه لوبلړۍ په ۴۹مه لوبه کې ګجرات ټايټنس لوبډلې، راجستان رويلس لوبډلې ته ماتې وکړه

د بيګانۍ لوبې پچه د راجستان رويلس لوبډلې لوبډلمشر سنجو سمسون وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د راجستان رويلس لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه. د دوی له لوري لوبډلمشر سنجو سمسون، ټرينډ بولټ او يشسوي جېسوال ښه توپ وهنه وکړه. سمسون په ۲۰ توپونو ۳۰ منډې، بولټ په ۱۱ توپونو ۱۵ منډې او جېسوال په ۱۱ توپونو ۱۴ منډې جوړې کړې. راجستان لوبډلې په ۱۷٫۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۱۱۸ منډې يې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۱۹ منډو هدف وټاکه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې کلکتې لوبډلې سنرايزرس لوبډلې ته ماتې ورکړه

د ګجرات ټايټنس لوبډلې له لوري راشد خان، نوراحمد او هارډيک پانډيا ښه توپ اچونه وکړه. راشد خان په ۴ اورونو کې ۱۴ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي يې وسوزول، نوراحمد په ۳ اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او ۲ ويکټې يې ترلاسه کړې او پانډيا په ۲ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

د ګجرات ټايټنس لوبډله د هدف پوره کولو لپاره ميدان ته راښکته شوه

د ګجرات ټايټنس لوبډلې له لوري وريډيمن ساها، لوبډلمشر هارډک پانډيا او شبمن ګيل ښه توپ وهنه وکړه. ساها په ۳۴ توپونو ۴۱ ناسوزيدلې منډې، پانډيا په ۱۵ توپونو ۳۹ ناسوزيدلې منډې او ګيل په ۳۵ توپونو ۳۶ منډې وکړې. د ګجرات لوبډلې په ۱۳٫۵ اورونو کې ورکړل شوی هدف ترلاسه کړ، يو لوبغاړی يې وسوزيد او د ۹ ويکټو په توپير يې لوبه وګټله.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره ورځ دوه لوبې ترسره شوې

د راجستان لوبډلې له لوري يزوېنډرا چهال، رېويچنډرن اشوين او سنډيپ شرما ښه توپ اچونه وکړه. چهال په ۳٫۵ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې اوټ کړ، اشوين په ۱ اور کې ۸ منډې ورکړې او کومه ویکټه يې ترلاسه کړه او شرما په ۳ اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې او کوم لوبغاړی يې له ډګره بهر نه کړ.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې تېره شپه ډهلي کپيټلس لوبډلې ګجرات ټايټنس لوبډلې ته ماتې ورکړه

د لوبې غوره لوبغاړی راشد خان وټاکل شو چې ښه توپ اچونه يې وکړه.

د نن لوبې له حاله هم خبر شئ

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې نن دوه لوبې ترسره کيږي، په لومړۍ لوبه کې چينای سوپر کينګ لوبډله له مومبيي اينډينس لوبډلې سره لوبه کوي او په دويمه لوبه کې ډهلي کپيټلس لوبډله له رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې سره مخامخ کيږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button