لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې کلکتې لوبډلې سنرايزرس لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره شپه د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې، سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې ته په ۵ منډو ماتې ورکړه

د آی پي اېل سياليو د ۴۷ لوبې پچه د کلکتې لوبډلې لوبډلمشر آدین مرکرم وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

په بيګانۍ لوبه کې کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه. د دوی له لوري رينکو سينګ په ۳۵ توپونو ۴۶ منډې، لوبډلمشر نېټېش رنا په ۳۱ توپونو ۴۲ منډې او انډر رسل په ۱۵ توپونو ۲۴ منډې وکړې. د کلکتې لوبډلې د شلو اورونو په لوبولو سره ۱۷۱ منډې جوړې کړې، ۹ لوبغاړي يې له لاسه ورکړل او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۷۲ منډو هدف وټاکه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره ورځ دوه لوبې ترسره شوې

د سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې له لوري مارکو جنسن، ټي ناټرجن او لوبډلمشر آدين مارکرم ښه توپ اچونه وکړه. جنسن په ۳ اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي يې وسوزول، ناټرجن په ۴ اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې او دوه ويکټې يې ترلاسه کړې او لوبډلمشر مرکرم په ۳ اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

 د سنرايزرس حيدرآباد لوبډله د هدف پوره کولو لپاره ميدان ته راښکته شوه

د سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې له لوري لوبډلمشر آدين مارکرم، هينريچ کلاسن او عبدالصمد ښه توپ وهنه وکړه. مرکرم په ۴۰ توپونو ۴۱ منډې، کلاسن په ۲۰ توپونو ۳۶ منډې او عبدالصمد په ۱۸ توپونو ۲۱ منډې جوړې کړې. د سنرايزرس لوبډلې په شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو له سوزيدو وروسته ۱۶۶ منډې جوړې کړې او لوبه يې د ۵ منډو په توپير وبايلله.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې تېره شپه ډهلي کپيټلس لوبډلې ګجرات ټايټنس لوبډلې ته ماتې ورکړه

د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې له لوري شرډول ټکور، ويبهو ارورا او انډر رسل ښه توپ اچونه وکړه. ټکور په ۳ اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي يې وسوزول، ارورا په ۳ اورونو کې ۳۲ منډې ورکړې او ده هم دوه ويکټې ترلاسه کړې او رسل بيا په ۱ اور کې ۱۵ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره شپه بنګلور لوبډلې لکناو لوبډلې ته ماتې ورکړه

د لوبې غوره لوبغاړی وارن چکرورټي وټاکل شو چې ښه توپ اچونه يې وکړه.

د نن لوبې له حاله هم خبر شئ

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې نن يوه لوبه ترسره کيږي چې راجستان رويلس لوبډله له ګجرات ټايټنس لوبډلې سره لوبه کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button