لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې کلکتې لوبډلې، چينای لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په دوام په تېره لوبه کې کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې، چينای سوپر کينګ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د آی پي اېل سياليو د بيګانۍ لوبې پچه د چينای سوپر کينګ لوبډلې لوبډلمشر ام‌اس ډوني وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د چينای سوپر کينګ لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه، د دوی له لوري شيوام ډوب، ډېون کانوې او رويندرا جديجا ښه توپ وهنه وکړه. ډوب په ۳۴ توپونو ۴۸ ناسوزيدلې منډې، کانوې په ۲۸ توپونو ۳۰ منډې او جديجا په ۲۴ توپونو ۲۰ منډې وکړې. د چينای لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو سره ۱۴۴ منډې جوړې کړې، ۶ لوبغاړي يې وسوزيدل او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۴۱ منډو هدف وټاکه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې مومبيي لوبډلې، ګجرات لوبډلې ته ماتې ورکړه

د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې له لوري سونېل نرين، وارن چکرورټي او شرډول ټکور ښه توپ اچونه وکړه. نرين په ۴ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوزول، چکرورټي په ۴ اورونو کې ۳۶ منډې ورکړې او دوه ويکټې يې ترلاسه کړې او ټکور په ۳ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې له ډګره بهر کړ.

د کلکتې نايټ رايډرز لوبډله د هدف پوره کولو لپاره لوبغالي ته راښکته شوه

د کلکتې لوبډلې له لوري بيا لوبډلمشر نيټيش رنا، رينکو سينګ او جسون روی ښه توپ وهنه وکړه. رنا په ۴۴ توپونو ۵۷ ناسوزيدلې منډې، سينګ په ۴۳ توپونو ۵۴ منډې او روی په ۱۵ توپونو ۱۲ منډې جوړې کړې. د کلکتې لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۹ ام اور مې پوره کړ، ۴ لوبغاړي يې وسوزيدل او سيالې لوبډلې ته يې ماتې ورکړه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې راجستان لوبډلې، کلکتې لوبډلې ته ماتې ورکړه

د چينای سوپر کينګ لوبډلې له لوري ډيپک چهار، رويندرا جديجا او مهيش ټکشنا ښه توپ اچونه وکړه. چهار په ۳ اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي يې وسوزول، جديجا په ۲ اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او ټکشنا په ۳ اورونو کې ۲ منډې ورکړې او دواړو کومه ويکټ ترلاسه نه کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی رينکو سينګ ونومول شو چې ښه توپ وهنه يې وکړه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې تېره شپه چينای لوبډلې ډهلي لوبډلې ته ماتې ورکړه

د نن لوبې له حاله هم خبر شئ

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې نن يوه لوبه ترسره کيږي چې ګجرات ټايټنس لوبډله له سنرايزرس حيدرآباد لوبډلې سره لوبه کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button