لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو ۱۵ لوبه ترسره شوه

د هندوستان غوره ليګ سياليو په لړ کې ۱۵ لوبه د رويل جلنجرز بنګلور او لکناو سوپر جاينټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د لکناو سوپر جاينټ لوبډلې په بريا پای ته ورسېده

د آی پي اېل سياليو تېره لوبه لکناو لوبډلې د لوبې په وروستي توپ وګټله.

د نوموړې لوبې پچه د لکناو لوبډلې لوبډلمشر کېل راهول وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

په پيل کې رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړل شوه، د بنګلور لوبډلې له لوري په توپ وهنه کې لوبډلمشر پاپ ډوپليسي، ويرات کولي او ګلين مکسويل ښکلې توپ وهنه وکړه. پاپ ډوپليسي په ۴۶ توپونو ۷۹ ناسوزيدلې منډې، ويرات کولي په ۴۴ توپونو ۶۱ منډې او ګلين مکسويل په ۲۹ توپونو ۵۹ چټکې ناسوزيدلې منډې وکړې چې په ټوله کې دوی د ۲۰ اورونو په لوبولو سره د ۲ لوبغاړو له سوزېدو وروسته ۲۱۲ منډې وکړې او سيالې لوبډلې (لکناو) ته يې د ۲۱۳ منډو هدف وټاکه.

د لکناو سوپر جاينټ لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې امېټ ميشرا، مارک ووډ او جېډيو انډکټ تر نورو ښه توپ اچونه وکړه چې امېټ ميشرا په ۲ اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې وسوزاوه، مارک ووډ بيا په ۴ اورونو کې ۳۲ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې د لوبې له ډګره لرې کړ.

لکناو سوپر جاينټ لوبډله د ۲۱۳ منډو هدف ترلاسه کولو لپاره د لوبې په دويمه پاڼۍ کې د توپ وهنې په موخه ميدان ته ښکته شوه

د لکناو له لوري پيل ښه ونه شو خو وروسته د دوی لوبغاړو لوبه په ښه انداز تر سره کړه، د نوموړې لوبډلې له لوري مارکوس سټونس، نيکولاس پوران او ايوش بډوني ښه لوبه وکړه چې مارکوس سټونس په ۳۰ توپونو ۶۵ منډې، نيکولاس پوران په ۱۹ توپونو ۶۲ چټکې منډې او ايوش بډوني په ۳۴ توپونو ۳۰ منډې ترلاسه کړې.

نور ولولئ: د هندوستان کرکټ غوره ليګ سياليو په دوام تېره شپه کلکتې لوبډلې بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه

د لکناو لوبډلې د لوبې د وروستي اور په وروستي توپ خپله لوبډله بريا ته ورسوله.

د رويل جلنجرز بنګلور لوبډلې له لوري محمد سراج، ویان پرنیل او هارشل پټېل تر نورو ښه توپ اچونه وکړه. د لکناو لوبډلې لوبغاړو هر يوه محمد سراج په ۴ اورونه کې ۲۲ منډې ورکړې او ۳ مهمې ويکټې تر لاسه کړې، ويان نيل بيا په ۴ اورنو کې ۴۱ منډې ورکړې او ۳ مهم لوبغاړي يې وسوزول او هارشل پټېل د وروستي اور لپاره راغی چې په ۶ توپونو يې ۵ منډې ورکړې.‌

د نن ورځې له لوبې هم خبر شئ

نن ورځ په آی پي اېل کې يوه لوبه ترسره کيږي چې ډهلي کپيټلس به له مومبيي انډينس سره لوبه وکړي

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button