لوبېلوبې خبرونه

د هندوستان کرکټ غوره لیګ سياليو په دوام؛ په تېره لوبه کې مومبيي اينډينس لوبډلې ډهلي کپيټلس لوبډلې ته ماتې ورکړه

د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو په لړ کې د دغه ليګ په ۱۶مه لوبه کې د مومبيي اينډينس لوبډلې د لوبې په وروستي توپ ډهلي کپيټلس لوبډلې ته ماتې ورکړه

د آی پي اېل سياليو د تېرې شپې لوبې پچه د مومبيي اينډينس لوبډلې لوبډلمشر روهيت شرما وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د ډهلي کپيټلس لوبډلې له لوري په توپ وهنه کې اکسار پټيل، ډېویډ وارنر او منېش پانډيا تر نورو ښه لوبه وکړه. اکسار پټيل په ۲۵ توپونو ۵۴ چټکې منډې، ډېویډ وارنر په ۴۷ توپونو ۵۱ او منېش پانډيا په ۱۸ توپونو ۲۶ منډې جوړې کړې. ډهلي کپيټلس لوبډلې د ۱۹٫۴ اورونو له لوبولو وروسته چې خپل ټول لوبغاړي يې له لاسه ورکړل، ۱۷۲ منډې جوړې کړې او خپلې سیالې لوبډلې ته يې د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه.

د مومبيي اينډينس لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې پېياش چاولا، جېسون بېهرېنډورف او رېلي مېرېډت تر نورو ښه وځليدل. پېياش چاولا ۴ اورونه ترسره کړل چې ۲۲ منډې يې ورکړې او ۳ ويکټې يې ترلاسه مړې، جېسون بيا په ۳ اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او ده هم ۳ لوبغاړي وسوزول او رېلي بيا ۳٫۴ اورونو کې ۳۴ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې له ډګره بهر کړل.

مومبيي اينډينس لوبډله د ۱۷۴ منډو هدف پوره کولو په موخه ميدان ته راښکته شوه

د مومبيي اينډينس له لوري په توپ وهنه کې لوبډلمشر روهيت شرما، ټيلاک وارما او اېشن کېشن ښه ولوبيدل. لوبډلمشر روهيت شرما په ۴۵ توپونو ۶۵ منډې، ټيلاک وارما په ۲۹ توپونو ۴۱ منډې او اېشن کېشن په ۲۶ توپونو ۳۱ منډې ترلاسه کړې.

د ډهلي کپيټلس لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې موکش کومار په ۲ اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوزول، مستفیض الرحمن په ۴ اورونو کې ۳۸ منډې ورکړې او يو لوبغاړی يې وسېزه او اکسار پټيل بيا په ۴ اورونو کې ۲۰ منډې ورکړې خو کومه ویکټ يې ترلاسه نه کړه.

نور ولولئ: د هندوستان غوره ليګ (IPL) سياليو ۱۵ لوبه ترسره شوه

د مومبيي اينډينس لوبډلې د پوره شل اورونو په لوبولو سره د لوبې په وروستي توپ ټاکلی شوی ۱۷۳ منډې هدف ترلاسه کړ چې ۴ لوبغاړي يې هم وسوزيدل.

د نن لوبې له حاله هم خبر شئ

د آی پي اېل سياليو ۱۷مه لوبه نن ترسره کیږي چې چينای سوپر ګينګ لوبډله له راجستان رويلس سره مخامخ کيږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button