لوبې

محمد شهزاد ښه توپوهنه وکړه، خو لوبه د نوین الحق لوبډلې وګټله

محمد شهزاد نن د بنګله دېش پریمئیر لیګ په لومړۍ لوبه کې ښه توپوهنه ترسره کړه چې ۴۲ منډې یې ترلاسه کړې، همدا راز دوه کېچونه یې هم ونیول، بلخوا نوین الحق کومه ویکټ ترلاسه نه کړه خو هغه هم په لوبه کې دوه کېچونه ونیول او لوبه د کهلنا ټایګرز لوبډلې وګټله.

د بنګله دېش پریمئیر لیګ دویمه لوبه د منیسټر ګروپ ډهاکه او کهلنا ټایګرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې ټایګرز د لوبې پچه وګټله او لومړی یې ډهاکه لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

منیسټر ګروپ ډهاکه لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۳ منډې وکړې، چې له ډلې یې تمیم اقبال په ۴۲ توپونو ۵۰ او محمد شهزاد په ۲۷ توپونو ۴۲ منډې وکړې.

نور یی ولوله | نولس کلنو کرېکټ نړیوال جام: د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبه

 

همدا راز محمودالله هم ۳۹ منډې ترلاسه کړې. د ډهاکه له خوا کامرالاسلام ۳ او تیسارا پریرا ۱ ویکټ ترلاسه کړه. نوین الحق په ۴ اورونو کې ۳۸ منډې ورکړې، خو کومه ویکټ یې وانخیسته، خو په لوبه کې یې دوه کېچونه ونیول.

د ۱۸۴ منډو هدف د کهلنا ټایګرز لوبډلې په ۱۹ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۵ ویکټو په توپیر یې په لوبه کې بریا خپله کړه. د دوی له خوا روني تالوکدار ۶۱، انډري فلیچر ۴۵ او تیسارا پریرا ۳۶ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ډهاکه له خوا عبادت حسین او انډري رسل ۲-۲ ویکټې واخیستې.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button