سیاستسیمه

د هند او افغانستان اړیکې: ویزې، همکاري او د اعتماد نوی فصل

اړوند خبرونه:

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

د افغانستان او هند ترمنځ اړیکې د اوږدې تاریخي ملګرتیا بیلګه ده، چې ریښې یې د زرګونو کلونو فرهنګي، تجارتي او مذهبي راکړې ورکړې پورې غځېدلي دي. له مغولي دورې  رانیولې د معاصر سیاست تر پړاوونو پورې، هند د افغانانو لپاره د تعلیم، درملنې او سیاسي پناه ځای پاتې شوی. اوس دا اړیکې له یوې نوې مرحلې تېریږي — د ویزو یوه تازه سیستم چې د هند د کورنیو چارو وزارت له خوا معرفي شوی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندیر جیسوال ویلي چې افغان اتباع کولی شي له دې وروسته د زده کړو، روغتیا، پایواز، ملګرو ملتونو ډیپلوماټیکو او نورو ځانګړو مواردو لپاره د نوي سیستم له لارې ویزو ته درخواست ورکړي. دا نوی سیستم د پخواني الکترونیکي پروسې ځای نیولی، چې تر دې مخکې افغانان د اضطراري یا متفرقه ویزو لپاره ورڅخه استفاده کوله.

خو له بلې خوا، د نوي سیستم معرفي کېدو سره هممهاله، یو شمېر شکایتونه راپور شوي چې ځینې کسان د ویزې د ترلاسه کولو په موخه له افغانانو زرګونه ډالر اخلي. د راپورونو له مخې، دغه فساد هم په افغانستان کې او هم نوي ډیلي کې ترسره کېږي، چې له امله یې ګڼ افغانان د درغلیو ښکار شوي.

د هند چارواکي ټینګار کوي چې دا پروسه یوازې د کورنیو چارو وزارت له خوا پر مخ وړل کېږي او هېڅ یو شخص یا منځګړی نشي کولی د ویزو په بهیر کې لاسوهنه وکړي. له افغانانو غوښتنه شوې چې له ناسم جریان څخه ځانونه وساتي او یوازې له رسمي لارو خپله ویزه تر لاسه کړي.

دا هم ولولئ:  سراج حقاني متحده عربي اماراتو ته له سفر وروسته بیا کابل ته نه دی ستون شوی

دا ستونزې، که څه هم له ادارې فساد سره تړاو لري، خو د افغانستان او هند ترمنځ د اوږدې همکارۍ ښکارندویي هم کوي. هند د افغانستان له جمهوري نظام سره پراخې همکارۍ لرلې — له ښوونځیو، سړکونو او روغتونونو جوړولو نیولې، تر لوړو زده کړو بورسونو او د ملګرو ملتونو له لارې د بشري مرستو پورې دا ټول موجود وو.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، هند له احتیاط کار اخیستی، خو وروستۍ ویزه‌ورکوونه ښيي چې نوي ډیلي غواړي له افغان ولس سره اړیکې وساتي، پرته له دې چې د کوم خاص سیاسي دریځ پلوي وکړي. دا سیاست د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ بلل کېږي، ځکه چې اسلام‌اباد له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان او هند نږدېوالی د خپل نفوذ خلاف ګڼي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button