سپورټ

د هند او پاکستان جګړه؛ د «پاکستان سوپر لیګ» سیالۍ اماراتو ته ولېږدول شوې

اړوند خبرونه: 

د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو

د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې

کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

د پاکستان او هند ترمنځ د وسله وال کړکېچ پر دوام د دغه هېواد کرېکټ غوره لیګ یا PSL سیالۍ متحده عربي اماراتو ته انتقال شوې.

د دغه لیګ لسم پړاو سیالیو کې یوازې ۸ لوبې پاتې دي، چې په دوبۍ کې به ترسره شي.

د راپورونو له مخې په متحده عربي اماراتو کې د راتلونکو سیالیو نوی مهالوېش به ډېر ژر اعلان شي او تمه ده چې لوبې به نږدې یوه اوونۍ وروسته پیل شي.

تېره ورځ د کراچۍ کېنګز او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ لوبه هم د راولپنډۍ پر کرېکټ لوبغالي د هند د ډرون برید له امله وځنډول شوه.

پر راولپنډۍ د هندي ډرون برید او په دغه هېواد کې د بهرنیو لوبغاړو پر وړاندې موجودو امنیتي اندېښنو بهرني لوبغاړي نور هم اندېښن کړي دي.

د پاکستان کرېکټ بورډ او امنیتي ادارو له هند سره تر کړکېچ وړاندې هم په دغه هېواد کې د افغان لوبغاړو په ګډون د بهرنیو لوبغاړو د امنیت خوندیتوب لپاره د امنیتي تدابیرو د ټینګولو امر کړی و.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button