اقتصاد او سوداګريتجارت خبرونه

د هند له لوري افغانستان ته د چابهار بندر له لارې د ۲۰۰ ټنو درملو لېږد

هندي رسنۍ وايي، ډیلي افغانستان ته د چابهار بندر له لارې ۲۰۰ ټنه روغتیايي درمل لیږدولي

که چېرته دا درمل افغانستان ته لېږدول شوي وي، نو دا به د طالبانو په حاکمیت کې لومړی ځل وي چې هند له کابل سره په دومره کچه په طبي برخه کې همکاري کوي.

پرون هندي رسنیو راپور ورکړ، چې هغه هېواد د ۲ سوه ټنو په شاوخوا کې روغتیایي دارو درمل د چابهار بندر له لارې افغانستان ته استولي.

دغه مرستې د ملګرو ملتونو له راپور وروسته دي

دغه مرستې وروسته له هغه کېږي، چې د ملګرو ملتو ځینې بنسټونو د انساني وضیعت د ترېنګلتیا په اړه اندېښنې په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړې.

د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې سازمان هم ویلي، چې د هند حکومت د افغانستان له خلکو سره د غنمو مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتو د دغه بنسټ په وینا، هند په ټوله کې ۴۷ زره او ۵۰۰ ټنه غنم د مرستې لپاره د خوړو د نړۍ وال سازمان په واک کې ورکړي دي.

تر دې وړاندې به د غنمو بار لارۍ او کاروانونه په ځمکنۍ لاره د پاکستان له پولې افغانستان ته لېږل کېده؛ خو د مرستو دغه وروستۍ جوپه د ایران د چابهار بندر له لارې د نړۍ د خوړو سازمان مرکز ته لېږل شوې ده.

هند اړونده مرستې ملګرو ملتونو ته سپارلي

دا رنګه د هند حکومت ښځینه روغتیایي درمل، کمپلې او نورې روغتیایي مرستې چې شاوخوا یوولس سوه کڅوړې کېږي، د افغانستان سره د مرستې په پار یې د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه یي توکو دفتر ته سپارلي دي.

نور ولولئ: ازبکستان د افغانستان، ایران او هند له چابهار هوکړې سره ‘یو ځای شو’

دغه مرستې به د ملګرو ملتونو سازمان د مېرمنو لپاره د بیارغونې د ادارو له لارې د افغانستان په ټولو برخو کې ووېشي.

هند د نورو زیاتو مرستو ژمنه هم کړې. دا رنګه د هند دولت د افغانستان سره د مرستې په تړاو د ۲۰۲۳ـ۲۰۲۴ کلنو په خپلې بودجه کې دوه ملیار‌‌‌‌‌‌ډه هندي روپۍ ځانګړې کړي دي.

نور ولولئ: هند: افغانستان کې یوازې پر بشري اړخ تمرکز کوو

په همدې حال کې، دغه پيسې له هغو درې نیم ملیار‌‌‌‌‌‌ډه هندي روپيو کمې دي، چې هند تېر کال د افغانستان سره د مرستې لپاره ځانګړې کړې وې.

دا مرستې په داسې حال کې کېږي چې له ډېره وخته نوی ډیلی او کابل له یو او بل سره ښې اړیکې لري او په دې وروستیو کې هم طالبان هڅه کوي چې د نوي ډیلي پام ځانته ور واړوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button