ځایی

د وروستیو سېلابونو له امله تخار ولایت کې د ۲۰ تنو مړینه

طالبانو خبر ورکړی چې تخار ولایت کې د سیلابونو له امله ۲۰ تنه مړه شوي دي

هاخوا بیا په بغلان ولایت کې د ۵۰ تنو د مړینې خبر ورکړل شوی، خو د سیمې خلکو افغان‌ناو ته وویل چې د مړینه کچه له دغو لوړه ده، ځکه اکثره کورنۍ وايي چې غړي یې بې درکه دي.

په ‏تخار ولایت کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۰ کسان مړه شوي او لسګونه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې هم ویجاړه کړې ده.

د طالباتو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون په اېکس پاڼه د دغو مسوولینو له قوله لیکلي، سېلابونو په چال، اشکمش، نمک ‌اب او فرخار ولسوالیو کې زیات زیانونه اړولي دي.

په غور او هرات ولایتونو کې سېلابونه

‏دا په داسې حال کې ده، چې په بغلان، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې هم سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

‏⁧‫ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په بغلان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۵۰ کسان مړه شوي او له سلو ډېر ټپیان دي.

نور ولولئ: د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې سیلابونه

نور ولولئ: بغلان کې وروستیو سیلابونو ۵۰ تنه مړه کړي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع تېره شپه ویلي، تر پنځو په ډېرو ولسوالیو کې له ۱۵۰ ډېر کسان بند پاتې دي او بېړنیو مرستو ته اړ دي.

ورته مهال د بغلان ولایت لپاره د طالبانو طبیعي پېښو ته د رسېدنې چارو مشر هدایت الله همدرد ویلي، چې په بورکه، نهرین، مرکزي بغلان او د دغه ولایت په نورو برخو کې سخت سېلابونه راوتلي دي.

هغه ویلي، د مړو شویو کسانو شمېر د زیاتېدو احتمال شته.‏

د ډېرو کورنیو غړي هم ورک دي

ځینو کورنیو افغان‌ناو خبري شبکې ته تائید کړه چې د دوی د کورنۍ غړي ژوندي ورک دي او تراوسه یې د مړي او ژوندي معلومات نه کېږي.

بلخوا د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع تېره شپه ویلي، د بغلان په ځینو ولسوالیو کې له ۱۵۰ ډېر کسان بند پاتې دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

قانع زیاته کړې، چې سیمې ته ژغورونکي ډلې او چورلکې لېږدول شوې؛ خو د شپې د تیارې له امله ورته دغه عملیات ښایي هغومره بریالي نه وي.

هغه د یو لړ سختو توپانونو د پېښېدو خبر هم ورکړی و.

د سختو سیلابونو راوتل

ورته مهال د بغلان ولایت لپاره د طالبانو طبیعي پېښو ته د رسېدنې چارو مشر هدایت الله همدرد ویلي، چې په برکه، نهرین، مرکزي بغلان او د دغه ولایت په نورو برخو کې سخت سېلابونه راوتلي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button