د ولسمشر غني امریکا ته سفر به څومره موثریت ولري؟

د ولسمشر غني امریکا ته سفر به څومره موثریت ولري؟ داسې ویل کیږي چې نژدې راتلوونکي افغان ولسمشر امریکا ته سف وکړي او هلته د افغانستان د راتلوونکي په هکله مهمې ليدنې تر سره کړي. يو امريکايي سناتور په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې اشرف غني امريکا ته سفر کوي
ښاغلی غنی په سنا کې د سناتورانو پوښتنو ته ځواب هم ووايي.تر اوسه پورې د دې سفر جزيات نه دي شريک سوي او نه هم افغان دولت په دې هکله څه ويلي.تر دې دمه که څه هم د دې سفر په هکله جزيات نه دي په ډاګه سوي خو له امریکا او نورې نړۍ سره د افغانستان د اړيکو د نوي فصل پرانستلو مهم پړاو دی او دا سفر چې امریکا ته ترسره کيږي د دې فصل د اړیکو دروازه هم کيدلای شي.
افغان جمهور ریس ويلي د امريکايي او بهرنيو سرتېرو په وتلو دوی له امریکا او نړۍ سره د اړيکو او راشې درشې نوی فصل پرانیزي ځکه نو د ده له لوري د افغانستان د ستر مرسته کوونکي هېواد امريکا ته به دا سفر د دې فصل پيل او يا هم مهمه برخه وي.
ولسمشر غنی د افغانستان د ټولو اړتياوو په پام کې نيولو سره د امريکا سنا ته هم ځي او هلته د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وايي د امريکا سنا چې تر ډيره په افغانستان کې خپل حضور غواړي ښايي د افغانستان اړتیاوي او هغه چې اړين دي له اشرف غني څخه و پوښتي په ګوته يې کړي او له امريکا څخه يې د حل لپاره او اړتيا وو پوره کولو لپاره غوښتنه وکړي.

پرون یکشنبه هم د امريکا د سنا مجلس يوه غړي له امريکايي دولت څخه غوښتي وو، چې د سرتيرو وتلو وروسته بايد د افغان دولت په نظړ کې ونيسي او اړتیاوي يې پوره کړي.په دې برخه کې ډير ټینګار د افغان پوځ پر تجهيز کيدلو شوی وو.