اقتصاد او سوداګري

د ټاپي پروژې د کار پر چټکتیا د ترکمنستان د ولسمشر ټینګار

اړوند خبرونه:

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

د ترکمنستان ولسمشر د ټاپي پروژ د کار پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

د ترکمنستان ولسمشر «سردار بردي‌محمدوف» د ټاپي ګاز پروژې د کار په چټکتیا ټینګار کړی دی.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، هغه د کابینې په غونډه کې ټینګار وکړ چې د دې پروژې پلي کول باید په ۲۰۲۵ کال کې په چټکۍ سره دوام وکړي.

محمدوف دا هم وویل چې د انرژۍ سکتور پراختیا ته پاملرنه به د ترکمنستان د تیلو او ګازو ظرفیتونه لوړ کړي.

د ټاپي پروژه، چې په ۲۰۱۵ کال کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند په ګډون سره پیل شوه، موخه یې د افغانستان او پاکستان له لارې له ترکمنستان څخه هند ته د ګازو لیږدول دي.

د ټاپي پروژې د پایپونو ټول اوږدوالی به ۱۸۱۴ کیلومتره وي، چې ۸۱۴ کیلومتره به یې د افغانستان له خاورې څخه تېرېږي. په هغه وخت کې د پروژې ټول لګښت ۲۲.۵ میلیارد ډالر اټکل شوی و.

دوه اوونۍ وړاندې د هرات د سرپرست والي ویاند وویل چې د ټاپي پایپ لاین پروژه د افغانستان په خاوره کې شپږ کیلومتره غځېدلې ده.

هغه ټینګار وکړ چې د ولایت سیمه‌ییز چارواکي به د دې پروژې د چټک پرمختګ لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې بشپړه همکاري وکړي.

د ټاپي پروژې مشر محمدمراد امانوف مخکې اعلان کړی و چې د پروژې د پلي کولو پروسه په چټکۍ سره روانه ده او تر اوسه پورې د ګازو د پایپ لاین شپږ کیلومتره د افغانستان په خاوره کې بشپړ شوي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button