نړۍ

د ټرمپ اعلان؛ د ایران پر وړاندې د امریکا رسمي جګړه او پوځي عملیات پیل شول

تازه خبر؛ د ټرمپ اعلان نړۍ ولړزوله. د امریکا ولسمشر پر ایران د پراخو پوځي عملیاتو پیل او د دغه هېواد د توغندیو د صنعت د بشپړ ویجاړولو خبر ورکړ. بشپړ جزیات دلته ولولئ.

د نړۍ په سیاسي او پوځي وضعیت کې یو ناڅاپي او ټکان ورکوونکی بدلون راغلی دی. نن د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوې اضطراري وینا کې په رسمي ډول د ایران پر وړاندې د سترو جنګي عملیاتو خبر ورکړ. د ټرمب اعلان داسې مهال کېږي چې په منځني ختیځ کې کړکېچ خپل اوج ته رسېدلی او د یوې پراخې سیمه‌ییزې جګړې وېره زیاته شوې ده.

Iran Khamenaye 2

د ټرمپ اعلان، د بریدونو موخه او د توغندیو د صنعت ویجاړول

ولسمشر ټرمپ په خپلو څرګندونو کې وویل چې د دغو بریدونو اصلي هدف د امریکایي ولس دفاع او د هغه احتمالي ګواښونو له منځه وړل دي چې د ایراني رژیم له لوري رامنځته شوي دي. هغه په ډاګه کړه: «موږ به د دوی توغندي له منځه یوسو او د دوی د توغندیو صنعت به په بشپړه توګه ویجاړ کړو.» د ټرمب اعلان دا روښانه کړه چې واشنګټن نور د ډیپلوماسۍ پر ځای پر پوځي ځواک تکیه کوي.

د ټرمپ اعلان، ایران ته سخت خبرداری او د حکومت د بدلون غوښتنه

ټرمپ اعلان د ایران انقلابي ګارډ (سپاه پاسداران) او پوځ ته په جدي ډول خبرداری ورکړ چې یا دې وسلې پر ځمکه کېږدي او یا دې د «ټاکلي مرګ» لپاره چمتو واوسي. د د ټرمب اعلان یوه بله مهمه برخه د ایران ولس ته خطاب و. هغه د ایران له خلکو وغوښتل چې د عملیاتو له بشپړېدو وروسته د خپل هېواد واک په لاس کې واخلي او دا یې د هغوی لپاره په تېرو څو نسلونو کې یو بې‌ساری چانس وباله.

دا هم ولولئ:  کرونا ویروس: اول ځل واکسين چې ازمايښتي پايلې يې کامیاب شوۍ
AP26059256811672 1024x683 2
People watch as smoke rises on the skyline after an explosion in Tehran, Iran, Saturday, Feb. 28, 2026.(AP Photo)

په نښه شوي هدفونه او د جګړې پیل

پوځي کارپوهان په دې باور دي چې د ټرمب اعلان په حقیقت کې د ایران د اسلامي جمهوریت د بشپړ ویجاړولو په موخه د جګړې د رسمي پیل نښه ده. بریدونه د شنبې په سهار پیل شوي او لومړني راپورونه ښيي چې د ایران د ستر رهبر علي خامنه‌اي استوګنځی، چې د واک سمبول ګڼل کېږي، ویشتل شوی دی. همداراز ویل کېږي چې د ایران ولسمشرۍ ماڼۍ هم د بریدونو په لومړني لېست کې شامله وه.

ولسمشر ټرمپ د جګړې د تلفاتو په اړه هم خپله اندېښنه ونه پټوله او ویې ویل چې که څه هم امریکا ښايي تلفات ولري، خو دا قرباني د راتلونکي نسل د خوندیتوب لپاره ورکول کېږي.

212335729 AP26059240652017 t1200 1

د ایران او اسرائیل غبرګون

که څه هم ایران تر اوسه د د ټرمب اعلان او پیل شویو بریدونو ته په رسمي ډول ځواب نه دی ویلی، خو بل لور ته اسرائیل، چې له وړاندې یې په ځینو سیمو بریدونه کړي وو، په ټول هېواد کې د جګړې حالت اعلان کړی دی. اسرائیل خپلو ځواکونو ته د ایران د احتمالي غچ اخیستنې په پار د پوره چمتووالي امر کړی دی.

اوسمهال منځنی ختیځ د یوې تاریخي شېبې شاهد دی. د ټرمب اعلان نه یوازې د ایران رژیم له جدي ګواښ سره مخ کړی، بلکې د نړۍ د تېلو په بیو او نړیوال امنیت یې هم سمدستي اغېز کړی دی. نړۍ په پوره وارخطایۍ سره د دې جګړې د لومړنیو ساعتونو پایلې څاري.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button