سیمه ییز خبرونه

د ټولګډونه حکومت په اړه د شانګهای سازمان څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړولو په اړه د شنګهای سازمان غوښتنې ته غبرګون ښوولی دی

دا لومړی ځل نه دی چې ایران، روسیه، تاجکستان، هند او نور د سیمې او نړۍ هېوادونه په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتنه کوي.

دغه هېوادونو بار، بار له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړ کړي، خو طالبان دغه غوښتنه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي.

د ټولګډونه حکومت رامنځته کول د افغانانو کار

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د ټول شموله حکومت جوړولو په اړه د شانګهای سازمان غوښتنې ته په غبرګون کې وویل، چې بهرنیان دې په دې اړه نظر نه ورکوي، ځکه دا د افغانستان کورنۍ موضوع ده.

مجاهد ویلي: د ټولګډوني حکومت موضوع یوه کورنۍ موضوع ده، افغانان په هر حالت کې خپلو ملي ګټو ته په پام سره پرېکړه کوي. ګاونډي هېوادونه او لرې او نږدې هېوادونه باید د هغو مسایلو په اړه خبرې وکړي چې له افغانستان سره یې د اړیکو پورې اړه لري.

د شانګهای سازمان د وروستۍ غونډې د پرېکړه لیک تر څنګ د دغه سازمان د دوو مهمو غړو هېوادونو: روسیې او چین مشرانو هم ویلي، چې له طالب رژیم څخه یې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړولو غوښتنې ته دوام ورکړی.

نور ولولئ: د مسکو فارمټ غونډه؛ طالبانو بیا د ټول ګډونه حکومت خبره رد کړه

نور ولولئ: د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو نوي فشارونه

نور ولولئ: د هېواد کونسلي استازولۍ: د ټول‌شموله حکومت نه شتون له هېواده د کډوالۍ لامل دی

ورته غوښتنې مخکې هم د طالبانو له رژیم څخه شوي، چې د دوی غبرګون ورته همداسې و .

afghan 2024 07 06t082955.966
د ټولګډونه حکومت په اړه د شانګهای سازمان څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

د قانونمند نظام غوښتنه

یو شمېر افغان شنونکي بیا باور لري، چې د ټول شموله حکومت پر ځای افغانستان قانونمند او منتخب نظام ته اړتیا لري، چې د بهرنیانو او کورنیو زورواکو له فشار پرته پکې افغانان خپله پرېکړه وکړي او خپل برخلیک وټاکي.

د دوی په باور، افغانان نه د طالبانو په زوره واک ته رسېدلي رژیم او نه یې نورو وسله والو ډلو ته د قدرت سپارلو شوق لري، ځکه دوی نه پخوا او نه اوس د دغه هېواد په خیر دي؛ بلکې افغان مسلکي کادرونه او ملتپال سیاستوال چې د بهرنیانو تر اغېز لاندې نه وي، د خپل هېواد لومړیتوبونه درک او پوره کولای شي.

اوس مهال افغانستان له کوم ځانګړي میکانیزم او اساسي قانون په نه موجودیت کې اداره کېږي چې له همدې امله خپل‌سرۍ هم دوام لري.

خلک په افغانستان کې د یو مشروع او قانونمند نظام غوښتونکي دي چې طالبانو دې غوښتنې ته پام نه دی کړی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button